پېښور 27 ستمبر (اے پي پي)د آئي ا??س پي آر ډائرېکټر جنرل ېی??ټې??نټ جنرال عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي امنيتي ځواكونه په ختيزه پوله قوي نظر لري او د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له هر وخت چمتو دي٬ پېښور په كرسچين كالونۍ او د مردان په كچهرو د بريد كوٶنكو ترهه ګرو سهولت كار نيولي شوې دي۔ د نهې په ورځ د پوځ سر لښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې د عملياتو او امنيتي وضعې په اړه د جاج غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال عاصم سلیم باجوہ ووئيل ??ېښور كښې په ورسك سړك په كرسچين كالونۍ د بريد كوٶنكو ترهه ګرو څلور سهولت كار نيولې شوې۔ ده ووئيل د بريد منصوبه بندي افغانستان كښې شوې وه او نيولې شويو سهولت كارو ترهه ګر كرسچين كالونۍ ته رسولو له مرسته كړې وه ۔ ده ووئيل د ترهه ګرو يو ملګري افغانستان كښې پټ دے۔ ده ووئيل د مردان په كچهري د بريد په لړ كښې هم درې كسان نيولي شوي او دوي څخه درې ځانمرګي جېكټونه هم ترلاسه شوې د كوم چې مردان پوليس لائن او نېشنل بانك بريد كښې د كارولو منصوبه لرله ۔ ده ووئيل ??ولو نيولې شويو كسانو بريد كوٶنكي خپل هدف ته رسولو له مرسته كړې وه ۔ ده ووېيل د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې مېرمنې هم نيولې شوې ۔ ده ووئيل ??ېښور او فاټا كښې د استخباراتي راپورونو په بنياد 1470 عمليات شوې چې له امله ئې د امن وضعه په مجموعي توګه ښه شوې۔ عاصم سليم باجوه ووئيل سباٶن كښې به هم كوټلې او د مقصد وړ عمليات كولې شي۔ ده ووئيل ضرب عضب او خېبر III عمليات كا??يا??ۍ سره تر سره شوې او د راجګال غره ايزه سيمه كليئر كړې شوې ده۔ ده ووئيل ??ه ټولو مهمو ځايونو د امنيتي ځواكونو ځوانان د پولې او سيمې نګراني كوي ۔ ده ووئېل د ائې ډي پيز خپلو كورونو ته د ستنېدو لړۍ 75 فيصده بشپړه شوې او د اړوندو څانګو په مرسته د دوي ضروري مرسته روانه ده ۔ ده ووئيل د جولائي وړومبۍ نيټې څخه تر اوسه په خېبرپښتونخوا او فاټا كښې د ترهګرو 14 كاروائۍ ناكامه كړې شوې۔ ده ووئيل د پولې انتطام د ښه كولو هڅې روانې دي او كه په دې لړ كښې افغانستان خپل كردار ولوبوي نو وضعه به نوره هم ښه شي۔ ده ووئيل ??وې پوستې هم جوړې كړې شوې چې له مخې ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د پولې حالات ښه شي ۔ د آئي ا??س پي آر ډائرېكټر جنرل ووئيل امنيتي ځواكونه په ختيزه پوله قوي نظر لري او د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له هر وخت چمتو دي او اولس ته هم غږ كوې چې ھغوې په خپل چاپېرچل نظر وساتي او د شكمن كس اړوندې تهاڼې ته اطلاع وركړي۔
امنيتي ځواكونه په ختيزه پوله د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له هره ګړۍ چمتو دي
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش