اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې جے آئي ټي ته مې د يوې يوې پېسې حساب وركړې٬په پانامه كيس كښې ?? وزيراعظم نامه نشته٬پاكستان به راروانو 12كلونو كښې د نړۍ د 30 لويو معيشتونو فهرست كښې شامل شي٬نړيوال قوتونه د عمران خان د لارې د پاكستان كمزورې كولو سازش كوي٬د ارسلان افتخار كيس نظر كښې نيولو سره سپريم كورټ بايد د مريم ن??از طلب كولو نوټس اخستلو سره جے آئي ټي ته حكم وكړي چې هغې ته دې ه?? سوالنامه ولېږلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ جے آئي ټي ته وړاندې كېدو څخه وروستو مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل تېرې شپی څخه ټي وي ټكر چلوي چې زه درې وارې رابللې شوې يم او د مصروفيت په سوب حاضر نه شوم٬دا خبره سمه نه ده٬ماته نوټس د 28 جون ترلاسه شوې وو او زما عملې چې څه وخت ما ته اطلاع راكړه نو د دريو بجو وخت وو٬زه د سپريم كورټ په حكم د آئين او قانون ترمخه وړاندې شوې يم٬ما د ټولو پوښتنو ځواب كړی۔ده ووئيل ?? وزيراعظم نامه په پانامه پېپرز كښې نشته او نه پھ كومه كمپنۍ كښې او د كومو كسانو نومونه چې دي هغه نن په بېلو سياسي ګوندونو كښې موجود دي۔ده ووئيل د 23 كلونو څخه په دې هېواد كښې يوه ډرامه راروانه ده كه زه تاسو ته پھ دې دريو ريفرنسونو كښې د يو مثال دركړم ن?? د نړۍ په 14 نېټھ كال 2000 تفتيشي راپور تيار كړی شو۔په 14 فرورۍ د نېب چيئرمېن د دې منظوري وركړه٬ د سېكشن 18 جي ترمخه دا بشپړ كولو سره په 14 فرورۍ د لاهور پھ عدالت كښې دا ريفرنس وړاندې كولې شي٬په 14 فرورۍ 2000 داسې ښكارېده دا د 24 ساعتونو ورځ وه۔ده ووئيل د آئين او قانون ترمخه د عدالتونو يو شمېر پريكړې كوډ كولې شي د دې دوه مثالونه وړاندې كوم٬يو د پخواني ستر قاضي افتخار محمد چوهدري د كوم په ضد چې پروېز مشرف كيس جوړ كړی وو٬په كال 2013 كښې سترې محكمې 13 معزز ججانو دا كيس خارج كړی وو دغسې د سټيل ملز كيس 2016 كښې د دې اصول ترمخه خارج كړی شوې وو۔ده ووئيل ?? وزيراعظم پھ ضد هېڅ كيس نشته٬سياسي ګوندونو د 23 كلونو نه دا كار جاري ساتلې كله چې هېواد مستحكم كېدل پېل شي نو داسې كار كوي۔ده ووئيل دا ?? وزيراعظم پھ ضد سازش دې٬د دې حكومت په ضد سياسي ګوندونه سازشونه كوي٬ ده ووئيل مریم ن??از د نواز شريف نه بلكې زما او اولس هم لور ده٬د عمران خان په نيازي سروسز لمېټډ كمپڼۍ كښې د ده د خوائېندو نامه نشته٬د مريم بل هېڅ قصور نشته۔ده ووئيل كه سباله عظمٰی او حليمه رابللې شي نو ما ته به بد لګي دغسې ما ته د مريم رابلل بد لګي۔ده ووئيل د مريم ن??از رابللو په ځاې دې ته سوالنامه لېږل پكار وو۔ده ووئيل عمران خان دوئم تر ټولو مالدار پارليمنټرين څنګه جوړ شو هغه د نواز شريف پشان د كوم تاجر زوې نه دې۔ده ووئيل د لندن ميئر په ټاكنو كښې د چا ملاتړ كولو٬ټولو ته معلومه ده چې د ده په شاه كومه لابي ده۔پاكستان د ټيك آف په پوزيشن كښې دې او نړيوال قوتونه د عمران خان د لارې دا غورځول غواړي۔
جے آئي ټي ته مې د يوې يوې پېسې حساب وركړې٬په پانامه كيس كښې د وزيراعظم نامه نشته٬پاكستان به راروانو 12كلونو كښې د نړۍ د 30 لويو معيشتونو فهرست كښې شامل شي٬
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ