اسلام آباد 16 مارچ (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي پاك پوځ به سيمه ايز استحکام او سلامتیا له مثبت کردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د زيارت پھ ورځ بیجنګ كښې د چین سینئر سیاسی او پوځي قیادت سره د جلا جلا ملاقاتونو پھ مهال وكړه۔ د خبرو پھ مهال په سيمه ايزه سلامتیا،دفاعی مرسته ،معیشت او د شريكې خوښې په چارو د خیالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئی اېس پی آر ډی جی میجر جنرال آصف غفور له مخې سرلښكر څوك چې دا مهال د چین په درې ورځنۍ دوره بيجنګ ته تللې ٬ د زيارت پھ ورځ د چین ایګزیکټو دوهم وزیراعظم ژانګ ګاولی،د سنټرل ملټری کمېشن دوهم چیئرمېن جنرال فان چانګ لونګ،چیف آف جوائنټ سروسز ډیپارټمنټ جنرال فان فونګ هوئی او کمانډر پیلپز لبرېشن آرمی(پی ایل اے)جنرال لی ژو چنګ سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ د چین قیادت د سيمې په جیو پولیټېکل او اقتصادی او امنيتي چاپيرچل او په دواړه هېوادونو د مضمراتو په اړه د بشپړه مفاهمت څرګندونه وكړه۔ د چین قیادت سيمه كښی امن او استحکام او په خاص توګه د ترهه ګرو ختمولو له د پاکستان د مثبت کردار اعتراف وكړو۔ دوي د سی پیك لپاره په امنيتي انتظامات د باور او په پروژو د پیشرفت اطمینان څرګند كړو۔ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ په دفاعی مرسته د چینائی قیادت مننه وكړه۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې پاك پوځ به سيمه ايز استحکام او سلامتیا لپاره مثبت کردار ترسره كوي۔ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د پاکستان دفاع په ورځ پریډ كښې ګډون له د پی ایل اے آرمی ډلې په رالېږلو د چینائی قیادت مننه وكړه۔ دواړه د پوځ په كچه مرستې روانو ساتلو ته سلا شول۔ دې نه وړاندې پی ایل اے هيډ کوارټرز ته په تږ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ ته د ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔
پاك پوځ به سيمه ايز استحکام او سلامتیا له ګټور کردار ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب