اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په هري پور كښې د سېلګرۍ ودې٬ په لږ لګښت د جوړېدونكو كورونو وركولو او د ډيجيټل سټي جوړولو لپاره د پروژو تجاويز ستائېلو سره هدايت كړے چې پروژې دې په ټاكلي وخت كښې بشپړې كړې شي۔د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د اقتصادي چارو ډويژن وفاقي وزير عمر ايوب خان٬اكبر ايوب خان٬ارشد ايوب خان او يوسف ايوب خان ملاقات كړے۔په دې موقع ملاقات كښې سېنېټر فيصل جاوېد هم موجود ؤ ۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان هري پور كښې په روانو پروژو د پېشرفت او مجوزه پرمختيائي پروژو په خاص توګه كهلا بټ ماډل ټاؤن جوړولو پروژې څخه خبر كړے شو ۔وزيراعظم په هري پور كښې د اولس لخوا د روغتيا كارډ د مقبوليت څخه هم خبر كړے شو۔ ۔ دغسې ملاقات كښې وزيراعظم د پي ټي سي اېل او ټېلي كميونيكېشن انډسټريز پاكستان ملازمين مسائلو زر حل كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په هري پور كښې د سېلګرۍ ودې٬په لږ لګښت د جوړېدونكو كورونو وركولو او د ډيجيټل سټي جوړولو لپاره د پروژو تجاويز وستائېل او د روانو پروژو په ټاكلي وخت كښې د بشپړولو ئې سپارښتنه وكړھ
وزيراعظم عمران خان په هري پور كښې د سېلګرۍ ودې٬د ډيجيټل سټي جوړولو او په وخت د پروژو ترسره كولو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا