اسلام آباد 01جولائي (اے پی پی) د پاكستان او افغانستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم كښې د تېر مالي كال په مهال زياتوالے رېكارډ كړے شوے٬د تېر مالي كال نه وړاندې په 11 مياشتو كښې افغانستان ته د پاكستان برآمدات 8.29 فيصد او د افغانستان څخه درآمدات كښې 37 فيصد شرح نمو زياته شوې۔د مئي په مياشت كښې افغانستان ته د پاكستان په برآمدات كښې 289 فيصد شرح نمو زياته شوې۔د سټېټ بېنك لخوا په دې اړه جاري شوو شمېرو له مخې د تېر مالي كال په وړومبنو 11 مياشتو كښې افغانستان ته د پاكستان برآمدات حجم 895.38 ملين رېكارډ كړے شوے٬ كوم چې د د دې مودې په مقابل كښې 8.29 فيصد زيات دے ٬د مالي كال 2020 په دې موده كښې افغانستان ته د برآمدات څخه هېواد ته 826.80 ملين ډالره زرمبادله ترلاسه شوې وه۔مئي 2021 كښې افغانستان ته د پاكستان د برآمدات حجم 66.65 ملين ډالر رېكارډ كړے شوے كوم چې د مئي 2020 په مقابل كښې 289 فيصد زيات دے ۔مئي 2020 كښې افغانستان ته د برآمدات څخه هېواد ته 17.11 ملين ډالره زرمبادله ترلاسه شوې وه۔مالي كال 2020 په مهال افغانستان ته د پاكستان د برآمدات حجم 890.05 ملين ډالره رېكارډ كړے شوے۔
د پاكستان او افغانستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت زيات شوے
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا