اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي كول دي،د 343 اربه روپو نوے ټېكس نه لګولے كېږي بلكې د ټېكس كمے ختمېږي،په غنمو ، وريژو ، تازہ مېوو ٬ سبزۍ، پېو٬ ګني٬ ټرېكټر، سره زر ، زرعي مداخل، د چېنجو داروګان٬ په پخوانو جامو او د سنېما په آلات به هېڅ ټېكس نه لګي٬ اپوزيشن او سوشل ميډيا چې كومه واوېلا كړې ھغه صداقت نه لري، ادارې قوي كول د پي ټي آئي د منشور برخه ده٬ حكومت د ګرانۍ په ځائي عواملو د قابو موندلو هڅه كوي، دا مهال د يو شمېر سبزو او مېوو بيعه د تېر كال په مقابل كښې د 20 نه تر 30 فيصد كمه ده۔ د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب او د اېف بي آر چئيرمېن سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي كول دي، په ماضي كښې د ټېكس چهوټ ناسم كارولے شوے ٬ دا مهال د جنرل سېلز ټېكس شرح 17 فيصد ده٬ كومه چې يو ډول نه ده٬ به ټېكس كښې د كمي ګټه ترلاسه كوٶنكي ري فنډ هم اخلي۔ ده ووئيل د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه په خبرو اترو كښې د 700 اربه روپو په ټېكس چهوټ خبرې شوي ، په دې كښې پراويډنټ فنډ او پرسنل انکم ټيکس هم شامل وٶ، حکومت دا د 700 اربه روپو نه 343 رابه روپو ته راوستي ، ده ووئېل د دې مطلب دا نه دے چې د 343 اربه روپو نوے ټېكس لګولے كېږي، دا چھوټ ٶ كوم چې ختمېږي، د خزانې وزير سپناوي كولو كښې ووئيل په مشينيرۍ او آلات 112 اربه روپۍ، په فارما 160 اربه او پاتې څانګو لپاره 71 اربه روپۍ د ټېكس چهوټ ختموٶ، د مشينيرۍ ټېكس ري فنډ ايبل اوايډجسټبل دے، د دې مطلب دا دے چې مشينري يا فارما صنعت به ټېكس خو وركوي خو دا به ري فنډ يا اېډجسټ كېدے شي، د دې د ري فنډ موده 7 ورځې ده، كه په دغه موده كښې ري فنډ نه شوې نو دا به په سېلز ټېكس يا انكم ټېكس كښې اېډجسټ كېږي ۔ د خزانې وزير ووئيل سوداګرو او صنعت كارو د دې اقدام ملاتړ كړے او دوي مونږ ته وئيلي دي چې د هېواد په تاريخ كښې داسې نه دي شوي ٬ سېلز ټيکس ري فنډ دا مهال په 48 ساعتو كښې وركړے كېږي۔ د خزانې وزير ووئيل د 71 اربه روپو د نور ټېكس كمي تعلق د عېش عشرت څيزونو څخه دے په دې كښې لګژري څيزونه او امپورټډ څيزونه لكه سائيکل، سائمن فش، د بېکرۍ څيزونه، او درامد كړي ساسجز شامل دي۔ د خزانې وزير ووئيل په عام اولس يوازې د دوه اربه روپو ټېكس لګي، د دې ملطب دا دے چې د ضمني مالياتي بل پحقله چې كومې ډنډورې كېدې ھغه د “کھودا پهاړ او نکلا چوها” غوندې صورتحال دے٬ پرسنل کمپوټر، د ګنډلو مشين، ماچس او د سور مرچكي غوندې څيزونو باندې دوه اربه روپۍ ټېكس چهوټ ختم كړے شوے ، دې لپاره د ضمني مالياتي بل څخه د ګرانۍ پحقله اندېښنې بې بنسټه او د حقائق په ضد دي۔ د خزانې وزير ووئيل دا ټوله كاروائي معيشت دستاويزي كولو لپاره دي، كوم كسان چې به خپل كاروبار دستاويزي كوي ھغوي ته به په ټېكسز او ري فنډ كښې ريليف ترلاسه كېږي ۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره په خبرو اترو كښې د خوراكي توكو په ټېكس چهوټ ختمولو زمونږ جنګ شوے، ده ووئيل مونږ په آئي اېم اېف واضح كړې په ټېكس وركوونكو به مونږ نور ټېكس نه لګوٶ، مونږ په پراويډنټ فنډ ټيکس هم لر كړے۔ د خزانې وزير ووئيل د جي اېس ټي هدف تر 3 زره روپو دے او په دې كښې به په دوه اربه روپو كوم طوفان نه راځي٬ په عامو وګړو به هېڅ بوجه نه راځي او نه به ګراني راځي۔ د سټېټ بېنك خپلواكۍ پحقله خپلو خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل ادارې قوي كول د پي ټي آئي د منشور برخه ده، تر څو چې تاسو ادارو ته اختيارات نه وركوۍ٬ مداخلت كوۍ نو ادارې به نه قوي كېږي، د آئي اېم اېف لخوا مونږ ته وئيلي شوي چې د سټېټ بېنك استعمال ډېر خراب كېږي، په ماضي كښې واكمنو سټېټ بېنك څخه په صفر شرح سود قرضې اخستې كومې چې د نوټ چاپ كولو برابر دي ،ده ووئېل د پي ټي آئي حکومت چې كله راغلو نو په حكومت د ستېټ بېنك د قرض حجم 7 ټريلين روپۍ ٶ، دا مهال د دې قرض حجم 6.4 ټريلين روپۍ دے۔ د خزانې وزير ووئيل موجوده حكومت سټېټ بېنك څخه يوه روپۍ قرض نه ده اخستې٬ حکومت په پارلمان كښې په وړاندې كړي بل كښې سټېټ بېنك په انتظامي توګه د خپلواكه كولو وئيلي دي او د سټېټ بېنك اتھارټي بورډ آف ګورنرز ته د وركولو تجويز دے٬ د بورډ آف ګورنرز سفارشات حکومت ته راځي او بورډ به حكومت جوروي۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك بل څخه بېنك د پارلمان او كمېټو په وړاندې ځواب وركونكے جوړ كړے شوے ، د دې بل د لارې د پارلمان خپلواكۍ ته وده وركړې شوې ، د بل نه وړاندې د بېنك چارواكو سره نېب او نورو ادارو سره د اميونټي خبره شوې وه خو مونږ د دې مخالفت وكړٶ چې دا د آئين خلاف ده۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك بل پحقله چې په سوشل ميډيا څه روان دي ھغه يوازې ډنډورې دي او هېڅ معنې نه لري۔ ده ووئېل په ګرده نړۍ كښې سېنټرل بينکس آزاد وي٬د نړۍ په ښو معيشتونو كښې سينټرل بېنکس خپلواكه وي۔ د د ګرانۍ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د خوراكي تېلو ٬ پټرول ٬ سكرو او د سټيل په نړيواله كچه بيعه زياته شوې ، ګرده نړۍ كښې د دې څيزونو بيعه زياتېدو سره ګراني راغلې او پاكستان هم د دې څيزونو په بيعه زياتېدو متاثره شوے۔ ده ووئيل حكومت د ګرانې په ځائي عواملو قابو موندلو لپاره هڅې كوي، دا مهال د يو شمېر سبزو او مېوو بيعه د تېر كال په مقابل كښې د 20 نه تر 30 فيصد كمه ده
د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي كول دي،د 343 اربه روپو نوے ټېكس نه لګولے كېږي بلكې د ټېكس كمے ختمېږي۔ د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وزير مملکت فرخ حبيب او د اېف بي آر چئيرمېن سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ