باجوړ اېجنسي 11 اګست (اے پي پي) د باجوړ اېجنسۍ په ناوا ګئۍ تحصيل چارمنګ مټاك سيمه كښې ګاډې د سړك په غاړه په ځائې كړې شوې بم سره د ټكر كېدو له امله د زورورې چاٶدنې سره مخ شوے جې په نتيجه كښې ئې 2 كسان مړه او 26 ټپيان شوې دي۔ سياسي ذريعو “اے پي پي” ته ووئيل د مزدورانو ګاډې د سړك په غاړه په ځائې كړې شوې بم سره ټكر شوې چې په ترڅ كښې ئې 2 مزدوران مړه او 26 ژوبل شوي دي۔ژوبل شوي كسان د اېجنسۍ مركزي روغتون ته رسولي شوي۔ د روغتون انتظاميې په ژوبل شوو كښې د زياتره كسانو حالت اندېښمن ښودلې۔ امنيتي اهلكارو سيمه محاصره كړې او د لټون عمليات ئې پېل كړې دي۔
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر