كراچې 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر وئيلي دي چې ټولټاكنې به د جولائي په 25مه نېټه كېږي٬ د نګران حكومت دا ذمه واري ده چې سپېځلې او ??ه وخت ټاكنې وكړي او ??ه دې لړ كښې ټول چمتووالې نيول شوے٬ ووټران اېجوكېټ كولو لپاره دې مېډيا خپل كردار ترسره كړي چې دغسې اولس د ښه كانديدانو ټاكنه وكړي٬ د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوند??نو ته دې د برابرې په بنياد وخت وركړے شي او ??ولو ګوند??نو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي٬ د اخلاقو ضابطه جوړول د ټاكنو د كميسون كار دے او ??ېمرا هم يوه آزاده او خپلواكه اداره ده٬ وفاق به د صوبائي حكومت??نو مرسته كوي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان باني قائداعظم ??حم?? علي جناح په مزار د حاضرې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ ?? دې څخه وړاندې ده د پاكستان باني په مزار حاضري وكړه او ??ه مزار ئې د ګل??نو څادر وغوړولو او ??اتحه خواني ئې وكړه۔ د دې نه پس وفاقي وزير د سيورېج واټر ټريټمنټ پلانټ د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ټولټاكنو لپاره تيارې ترسره كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې مونږ قوم ته پېغام وركولو چې خپل ووټ دې صحيح وكاروي۔ ده ووئيل چې د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوند??نو ته دې د برابرې په بنياد وخت وركړے شي او ??ولو ګوند??نو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي۔ ده ووئيل چې د قائداعظم ??حم?? علي جناح وژن وو چې پاكستان يو پرمختللې هېواد جوړ شي۔ ده ووئيل چې خلق دې د پاكستان په پرمختګ كښې خپله برخه واچوي۔ ده ووئيل چې اوبه د هېواد لويه مسئله ده چرته چې د بند??نو جوړولو ضرورت دے ورسره د اوبو د بچت كولو ضرورت هم دے۔
د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر د پاكستان باني په مزار د حاضرې كولو نه پس خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر