اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي وئېلي دي په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د پنځو كلونو لپاره د قومي حكومت جوړولو په بيان وركولو د خپل حلف خلاف ورزي كړې٬دا به يو ماورائے آئين اقدام وي ځكه چې په آئين كښې د قومي حكومت كوم ګنجائش نشته ۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل شهباز شريف تجويز وركړے چې پاكستان تحريك انصاف نه بغېر قومي حكومت جوړول پكار دي٬د هغه بيان د آئين خلاف دے او د آئين له مخې د هغه په ضد كاروائي پكار ده۔علي زيدي ووئيل د مخالفې ډلې لارښود د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريك كاميابولو لپاره د پارليمان د غړو وفادارۍ اخستو هڅه كوي خو هغه به پخپلو مقاصدو كښې كامياب نه شي
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس