اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت او آئي اېس پي آر په اشتراك سره د دويم نېشنل امیچور شارټ فلم فېسټیول (این اے اېس اېف اېف 2022) كښې د ځوانانو بشپړ شرکت لپاره ډلې د فاطمه جناح وومن پوهنتون دوره كړې ۔د نهې په ورځ جاري پرېس ریلیز له مخې د ډلې مشري د اطلاعات او خپرونو وزارت ډائریکټر آصف الرحمان کوله دغسې ډپټي ډائریکټر فارینه،د آئی اېس پي آر نمائنده هم ده سره ملګرے ؤ ۔ ډلي ماس کمیونیکیشن ډیپارټمنټ كښې زدكوونكو له شارټ فلم فېسټیول په اړه بریفننګ وركړو چې پكښې وئيلي شوي د فلم فېسټیول سرخط ”سمندرو نه تر غرونو” د غوره كړو د هېواد ښكلي مناظر د ډاکومنټري د لارې نړۍ ته وړاندې كول غواړو۔ فېسټیول كښې برخه اخستونكي ځوانان تر 30 مئي www.moib.gov.pk/nasff یا www.ispr.gov.pk/nasff خپل رجسټرېشن کولې شي۔ بریفنګ كښې وئيلي شوي د پراجیکټ جمع کولو آخري نيټه 30 جون مقرر کړې شوې۔ شارټ فلم فېسټیول كښې د ډاکومنټري وخت 30 سیکنډ څخه 12دقيقي پكار دے۔ په دې فېسټیول كښې ښه پوزیشن ترلاسه كوونكو له به د نړۍ ښه میډیا سکولونو كښې تربيې لپاره سکالر شپس وركولې شي۔
د اطلاعات وزارت او آئي اېس پي آر په اشتراك نېشنل امیچور شارټ فلم فېسټیول كښې د ځوانانو شرکت باوري كولو لپاره د پلاوې د فاطمه جناح وومن پوهنتون دوره
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ