اسلام آباد 04 اک??وبر(اے پي پي) د قامي سلامتيا كمېټۍ د وسله والو ځواكو په آپرېشنل تيارو د بشپړه باور څرګندونې سره عزم څرګند كړی چې ټول قام د خپلو وسله وال ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د هېواد دفاع به باوري كولې شي??هند له د نړۍ پام اخوا كولو له د سرجيكل اسټرائيك بې بنسټھ ادعا غوندې د ناوړو هڅو په ځاې سيمه كښې امن لپاره د كشمير شخړه حل كول پكار دي٬دغسې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پاكستان د كوم هم هېواد يا قام په ضد جارحانه عزائم نه لري خو زمونږ امن دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي??زمونږ وسله والو ځواكونو د قامي خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا هر ډول خطر ناكامولو له بشپړ صلاحيت لري٬پاكستان او كشمير د يو بل څخه جلا كېدے نه شي?? د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چار?? وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان٬د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د اطلاعاتو او خپرون?? وفاقي وزير پروېز رشيد٬د جوائنټ چيفس آف سټاف ??مېټۍ چيئرمېن دريو واړو سروسز چيفس او د قامي سلامتيا سلاحكار ګډون وكړو۔د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيران٬د وزيراعظم خاص مرستيال٬خارجه سېكتر٬د آئي اېس آئي ډي جي٬د اېم او ډي جي او د نېشنل سېكورټي ډويژن سېكتر په خاص توګه غونډه كښې ګډون وكړو۔د غونډې ګډون كوونكو د لائن آف كنټرول په صورتحال او په خاص توګه د هېواد داخلي او خارجي سلامتيا په وضعه د وسله والو ځواكونو د آپرېشنل تيارو تفصيلي جاج واخست۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل هند د مقبوضه كشمير اولس د خپلو هلو ځلو څخه لرې ساتل غواړي خو هند د خپلو عسكرو د ظلم د لارې د دوي حق خود اراديت ته زيان نه شي رسولې۔ده ووئيل پاكستان او كشمير د يوبل څخه جدا كېدے نه شي او په هر فورم به د كشميريانو اخلاقي سفارتي مرسته روانه ساتلې شي ۔وزيراعظم ووئيل زمونږ هېواد د بل كوم هېواد يا قام په ضد جارحانه عزائم نه لري٬مونږ په امن باور لرو خو امن دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔ده ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه د هر ډول خطر مخ نيوي صلاحيت لري۔د هند د اړخه د سرجيكل اسټرائيك په حقله د ډنډورو او بې بنسټھ ادعاګانو حواله وركول سره فورم په دې خبره زور راوړو بايد هند په كشمير كښې ظلمونه بند كړي او د كشميريانو جائز حق خود اراديت اومني۔
وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی