اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي معاشي او امنيتي چېلنجونو مخ نيوي له د جوړو پالېسيو او محنت خواږه رامخې ته كيږي٬ټولې اقتصادي اشاري ښه شوي٬افراط زر او مالي خساره كمه شوې او د ټېكس حمع كول زيات شوي٬سياسي لارښودو٬مېډيا او د قام په دعاګانو كولو مننه كوم٬زما ټولې هلې ځلې د هېواد لپاره دي ٬پاكستان به د غريبۍ٬جهالت او تيارو څخه خلاصولې شي ٬بجټ كښې د كروندګرو لپاره خاص پیكج او د يوريا سرې بيعه به كمولې شي۔د ګل په ورځ د وفاقي كابينې خاص غونډه كښې د لندن څخه د وېډيو لنك د لارې خطاب كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت ته د څلورم بجټ جوړولو اعزاز ترلاسه كېږي كوم به چې د جون په درېمه نېټھ قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل مونږ د قام پرمختګ او څوكالۍ له كار كوو ٬په 2013 كښې چې كله مونږ حكومت تر لاسه كړو نو د معيشت وضعه كمزورې وه٬حالاتو وګړي د نفسياتي ستونزو سره مخ كړي وو خو مونږ د لويو چېلنجونو څخه ونه يرېدو او د ښه منصوبه بندۍ سره مو د چېلنجونو مخ نيوي له پالېسۍ جوړې كړې او په هغې مو پھ ايماندارۍ سره عملدرآمد وكړو۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د وفاقي كابينې خاص غونډې ته د لندن څخه د وېډيو لنك د لارې خطاب
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج