اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د وزیراعظم وياند ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي حکومت د الطاف حسېن ريډ وارنټ د ھغه په ضد د مقدمو پېروۍ له جاري كړې دې ٬ د پاكستان حكومت د نړيوال قانون ترمخه رېډ ورانټ جاري كړې او د الطاف حسېن په ضد كاروائي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ شخصي ټي وي پروګرام كښې كړې۔ ده ووئيل مونږ په ھغه برتانيه كښې د درج شوو مقدمو پېروي نه كوٶ بلكې په ھغه جې كومې مقدمې په پاكستان كښې درج دي د ھغې پېروي كولو له رېډ ورانټ كاروو ۔ ده ووئيل د الطاف حسېن په ضد برتانيه او پاكستان كښې ګڼِ شمېر كېسونه درج دي٬ پاكستان كښې د قهرجنيو وېناګانو پشمول په ګڼ كېسونو كښې په الطاف حسېن مقدمې درج دي ۔ مصدق ملك ووئيل ټول هېواد كښې د نېشنل اېكشن پلان له مخې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې له كامياب عمليات روان دي
مضمون کا ماخذ : ریل رش