اسلام آباد10اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم په مشرې كښې د ګلګت بلتستان د آئيني پېكج په اړه د لوړې پاې غونډه وشوه چې پكښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف، د قانون او انصاف پارلماني سېكرټري مليكه بخاري، د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ، د خارجه وزارت او د اټارني جنرل د دفتر استازو او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د ګلګت بلتستان د آئيني پېكج په مسوده تفصيلي خبرې وشوې. دغسې ګلګت بلتستان ته د صوبې درجه وركولو په اړه تفصيلي قانوني او آئيني چارې تر بحث لاندې راغلې.
مضمون کا ماخذ : apostas quina