د نړيوالې ورورولۍ لخوا د افغانستان يو وارې بيا پرېښودل به غلطي وي۔
د قامي ??لا??تيا سلاحكار ډاكټر معيد يوسف نړيوال وېبنار ته خطاب
ا??لا?? آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د قامي ??لا??تيا سلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي د نړيوالې ورورولۍ لخوا د افغانستان يو وارې بيا پرېښودل به غلطي وي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د سنټر فار ایرو اسپیس اېنډ س??کورټی سټټیز (سی اے اېس اېس) ا??لا?? آباد ترسېوري لاندې د ”افغانستان کا مستقبل اور علاقائی استحکام: چیلنجز ، مواقع اور لائحہ عمل“ په سرخط يو نړيوال وېبنار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل افغان طالبان به په تعميري توګه شاملول وي دغسې چې د ګورننس خاتمې او د كډوالو د يو بل كړكېچ نه بچ كېدل ممكن شي۔ هغه ووئيل پاكستان د يو مستحكم او امناكه افغانستان لپاره نړۍ سره مرسته كوي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د سوویت۔افغان مجاهدین جنګ نه وروسته لوئيديزې نړۍ سختې غلطۍ وكړې په كومو كښې چې افغانستان يوازې پرېښودل او د دې ټول مخالفين يو ځائې كول وو۔ پاكستان يوازينې هېواد دے كوم چې د افغانستان د يوازې كولو او ددې په نتيجه كښې د پېل شوې ترهګرۍ په ضد جنګ زيان پو??ته كړو۔ د چینګ ډو انسټی ټیوټ آف ورلډ افیئرز صدر ډاکټر لانګ زنګچون ووئيل د ګاونډي هېواد افغانستان بيا ودانۍ كښې به مهم كردار ترسره كول وي او په دې لړ كښې پاكستان مهم هېواد دے۔ هغه ووئيل سي پېك بايد تر افغانستان وغزولې شي او ګوادر بندر ځائې د افغان معيشت په مضبوطولو كښې ستر كردار ترسره كولے شي۔ د روسی جیو پولیټیکل كارپوهه لیو?لا??_گیم/117296.html">نډ ??اوین ووئيل د افغان طالب??ن اوسنۍ قبضې سيمه ايز صورتحال بدل كړے دے او د دې اغېز به په نړيوال سياست پرېوزي۔ هغه ووئيل روس نوے حكومت تسليمولے شي كه چيرې چين اول دا تسليم كړي۔ د ??لا?? پوهنتون ٬ كابل پروفېسر ډاكټر فضل الهادي وزين ووئيل نړيواله ورورولي بايد افغان يوازې نه پرېږدي او نوې حكومت ته د حكومت كولو موقع وركړي۔ دغسې افغان طالبان هم بايد د مصالحت رويه خپلولو سره خپل لوظونه وپالي او د طاقت كارولو نه ډډه وكړي۔ د قائد اعظم پوهنتون پروفېسر ډاكټر سيد قندي عباس ووئيل پاكست??ن او ايران دواړه په سباؤن كښې د يو بشپړ مستقل افغان حكومت هيله لري۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې د كورنۍ جګړې نه بچ كېدل دي نو غېر پشتون خلكو له به زيات ګنجائش پېدا كول وي۔ د پاکست??ن ایئر فورس پخواني وائس چیف آف ائیر سټاف ایئر مارشل (ر) فرحت حسین خان په خپلو خبرو كښې په نړۍ زور راوړو چې هغه دې په تېر وخت كښې د هر څه آزمولو نه وروستو افغانست??ن او منطقه كښې امن ته موقعه وركړي۔ هغه په دې خبره هم زور راوړو چې يو امن ناك او مستحكم افغانستان د سيمې هېوادونو په ګټه دے۔ د وېبنار نظامت د نیوکلیئر اې?لا??_گیم/117296.html">نډ ??سټرېټجک افیئرز ، سنټر فار اېرو اسپیس اېنډ س??کورټی سټډیز ډائرېکټر سید محمد علی كولو۔ په خپلو خبرو كښې هغه ووئيل افغانستان شخړو او يوازوالي سره مخ پاتے شوے دے۔ اوس افغ??ن اولس د يو مستحكم قومي رياست جوړولو له د نړيوالې مرستې مستحق دے۔ د نوي افغان حكومت لخوا د امنيت عزم په بدل كښې به اوس د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولې نه شي۔
د نړيوالې ورورولۍ لخوا د افغانستان يو وارې بيا پرېښودل به غلطي وي۔ د قامي سلامتيا سلاحكار ډاكټر معيد يوسف نړيوال وېبنار ته خطاب
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena