اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل سي پېك د پاکستان او چین پشمول ټولې منطقې له ګېم چېنجر دے٬ د صنعتي انقلاب د لارې به معيشت مستحكم شي او پاكستان به منطقه كښې د پېداواري مركز په توګه رامخې ته شي۔ احسن اقبال دا خبرې د فاسټ سكول آف مېنجمنټ تر سېوري لاندې د سي پېك په حقيقت او اندېښنو” سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل حکومت د سي پېك د لارې د پرمختګ او سوكالۍ موقعې پېدا كړي دي چې ورسره به سباٶن كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي ۔ ده ووئيل تر كال 2025 به د پاكستان معيشت د نړۍ په 25 لويو معيشتونو كښې شامل شي۔ احسن اقبال ووئيل كومو غېر ملكې ميډيا چې څو كاله وړاندې ترهه ګر هېواد ګرځولو نن ھغوي پاكستان خارجي سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد ګرځوي۔ ده ووئيل نن د نړۍ لوېې ادارې٬ ميډيا او تهنك ټېنك پاكستان سباٶن كښې د اسيائي معيشت مهمه ستن او د منطقې د پرمختګ محرك ګرځوي۔ ده ووئيل د مئي كال 2017 نه تر كال 2018 مئي به په قامي ګرډ كښې لس زره مېګاٶاټ برېښنا شامل شي او ورسره به هېواد څخه د لوډشېډنګ خاتمه وشي۔ د تعلیم پحقله خپلو خبرو كښې ده ووئيل تر كال 2010 د لوړو زده كړو كمېسون د لارې يو ارب روپۍ مصرف كړې شوې او زمونږ په حكومت كښې د كال 2013 نه تر كال 2016 دوه اربه 25 كروړه روپۍ خرڅ كړې شوې دي۔ده ووئيل د حكومت وژن ځوانانو ته د تعليم بهترين موقعې وركول دي۔
سي پېك د پاکستان او چین پشمول ټولې منطقې له ګېم چېنجر دے
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا