اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي پاكس??ان منطقه كښې د وسلې زغل نه غواړي او د دغې په ضد دے۔ زمونږ خارجه پالېسي هېڅ ابهام نه لري۔ هند سره د اړيكو په لړ كښې د كومې خفيه پاليسي نه كار نه اخلو ۔ هند خبرو اترو نه په شا شوے۔ په سي پېك پروژې ته بيا كتنه نه كېږي ۔ موجوده حكومت كښې امريكې سره رابطې زياتې شوي ۔ په ميډيا كوم بندېز نشته۔ پاكس??ان په آزادۍ د رائې څرګندونه مهمه ګڼي۔ د افغان ستونزې كوم پوځي حل ممكن نه دے۔ افغانس??ان كښې امن راوستو له هڅې د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكس??ان منطقه كښې د وسلې زغل په ضد دے۔ هند ته وسله وركوؤنكي هېوادونه دې د منطقې استحكام عدم توازن سره نه مخ كول باوري كړي۔ ده ووئيل د منطقې اولس سوكالۍ له ??شري او اقتصادي پرمختګ ته اړتيا ده۔ وياند ??وئيل پاكس??ان د كوم هم جارحيت په زړه پورې ځواب وركولې شي۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان په ټولو د حل وړ معاملو خبرو اترو كولو له هند ته خط ليكلې ؤ او نوي ډيلي په نيو يارك كښې د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځھ ملاقات له ??وښي هم ښكاره كړې وه ولې وروستو هند دغې څخه په شا شو۔ وياند ??وئيل د انصاف په نړيوال عدالت كښې به د كلبھوشن ياديو د كېس اورېدنه د راروان كال فرورۍ مياشتې 18 مې نېټې څخه تر 21 مې نېټې كولې شي۔ نوې اټارني جنل به د كېس پېروي او نوموړې وكيل خاور قرېشي به وكالت كوي۔ د سي پېك په اړه وياند ??وئيل سي پېك پروژې ته بيا كومه كتنه نه كېږي۔ په دې حقله ?? وزيراعظم بيان د سياق او سباق نه لرې وړاندې كړې شوې ۔ افغانس??ان لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد د پاكس??ان دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ده خارجه سېكتر سره د پلاويو په كچه خبرې كړې او خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ئې هم ملاقات كړے۔ په دې مهال دواړه لارښود افغانس??ان كښې د امن او استحكام شريكو مقاصدو ترلاسه كولو له په ګډه كار كولو ته صلا شوي۔ وياند ??وئيل افغانس??ان كښې امن راوستل د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔ د خارجه دفتر وياند ??وئيل پاكس??ان كښې د اېن جي اوز په كار هېڅ بندېز نشته۔ پاكس??ان په تېرو ورځو كښې د 141 نړيوالو اېن جي اوز د معاملو جاج اخستې۔ په دې كښې 74 اېن جي اوز ته د كار كولو اجازه وركړې شوې۔ د سعودي عربس??ان سي پېك كښی د همكارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ??وئيل په دې لړ كښې خبره شوې ولې حتمي چارې لا پاتې دي۔ پاكس??ان كښې په ميډيا د بندېز په اړه ده ووئيل پاكس??ان د آزادۍ سره څرګندونو ته زيات اهميت وركوي۔ دا مهال پاكس??ان كښې 100 نه زيات الېكټران او پرنټ اؤټ لېټ فعال
پاكستان منطقه كښې د وسلې زغل نه غواړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج