اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي هز هائي نيس آغا خان ته د اسماعيلي کميونټۍ د امامت په 56 كالو بشپړولو مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د اسماعيلي کميونټۍ لارښود آغا خان په نامه خط كښې وئيلې دي ستاسو په دوراندېش قيادت كښې آغا خان ډويلپمنټ نېټ ورك د پاکستان سماجي او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل آغا خان ډويلپمنټ نېټ ورك د اولسي خدمت او خېرښګړې په اړه كښې ځانګړي خدمات ترسره كړي۔ صدر مملکت ووئيل زه او د پاكستان اولس د بې وسه طبقو خېرښګړې لپاره د كميونټۍ لخوا په ترسره هڅو مننه كوو۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل زه لاس په دعا يم چې لوي څښتن د اولس نور خدمت لپاره تاسو له حوصله او توفيق دركړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز