پېښور 28مارچ(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پېښور دورې په مهال په وزيراعلٰی هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې صوبه كښې د امن او امان چارو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه او د امن او امان صورتحال ښه والي لپاره ئې په وفاقي او صوبائي كچه د قانون نافذ كوونكو ادارو ترمينځه د كوآرډينېشن په ښه والي اتفاق وكړو ۔په ملاقات كښې تېره ورځ بشام كښې په چينائي وګړو د بريد غندنه كولو سره دواړو لارښودو د چين حكومت او مړو شوو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه او په پېښه كښې ككړ عناصر بخپل انجام ته رسولو او د ترهه ګرۍ خاتمې عزم ئې څرګند كړو ۔وفاقي وزير ووئيل په چينائي وګړو بريد كونكې عناصر د سختې سزا څخه بچ كېدې نه شي۔هېواد دښمنه عناصر د بزدلانه كاروائيو څخه د پاكستاني قام عزم ته ماتې نشي وركولې ٬ په پوره طاقت سره به هېواد دښمنو ته ځواب وركولې شي۔ده ووئ??ل ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ د پاكستان ?? بقاﺀ جنګ دے٬خېبرپښتونخوا سره به هر ممكنه مرسته كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د موثر كوآرډينېشن هدايت هم وكړو ۔وزيراعلٰی په دې موقع په خبرو كښې ووئ??ل ?? امن او امان ښه والې ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره په صوبه كښې پوليس او نورو قانون نافذ كوونكې ادارې قوي كولې شي۔ده ووئ??ل ?? اولس د ځان او مال تحفظ باوري كول وړومبې ترجيح ده او په دې به كومه سمجهوته ونه كړي شي ۔علي امين ګنډا پور ښكاره كړه چې د صوبې څخه د ترهه ګرۍ خاتمې او امن او امان بحالۍ او بهترۍ لپاره به د يوې كوټلې حكمت عملۍ له مخې اقدامات كولې شي۔خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې فرنټ لائن صوبه ده كومه چې د ترههګرۍ څخه تر ټولو زياته ځپل?? شوې۔
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ملاقات ٬د امن او امان په چارو تفصيلي خبرې
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania