ا??لا?? آباد 15 نومبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي د تحريك انصاف د دروغو ادعاګانې غلط ثابتېدو سره اولس ته پھ ډاګه شوې٬پانا??ه پيپرز په حقله د سترې محكمې څخه به انصاف ترلاسه شي او دا به د اولس ګټه وي۔پي ټي وي له مخې د ګل په ورځ د پانا??ه پېپرز په حق??ه سپريم كورټ كښې د سماعت نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل پانامه كېس وخت په وخت مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل د تحريك انصاف ??خوا چې كومې ادعاګانې شوې وې هغه ټولې دروغ ثابتېدو سره اولس ته رامخې ته شوي۔ده ووئيل پانامه كېس په حقله وزيراعظم محمد نواز شريف پارلمان او په ټول فورمز خپل ځان احتساب ته وړاندې كړې۔د لوے څښتن مننه كوو چې د كېس باقاعده سماعت پېل شوې او دواړه ډلې سترې محكمې ته وړاندې شوي۔د دفاع وزير هيله څرګنده كړه چې د دې نه وړاندې هم كېسونو كښې د عدالت څخه انصاف ترلاسه شوې او سباؤن كښې به هم انصاف ترلاسه شي او دا به د اولس ګټه وي
د تحريك انصاف بې بنسټه ادعاګانې غلط ثابتيدو سره اولس ته په ډاګه شوې
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر