اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ??ېر??ن د پخواني اولس مشر اكبر هاشمي رفسنجاني په مړينه خواشيني ښودلې كوم چې تېره ورځ په تهران كښې په حق رسېدلې۔ د غمرازې په خپل پېغام كښې وزيراعظم نواز شريف ووئيل چې اكبر هاشمي رفسنجاني يوازې په ??ېر??ن كښې اثر لرونكې شخصيت نه و بلكې په ن??يو??له كچه هم د تفاهم او د امن د هڅو يو علامت و۔ ده ووئيل چې د عمليت خوښي په حېث خپل هېواد لپاره د ده اصلاحاتي اېجنډې د اسلامي نړۍ يووالي لپاره هم لارښونه كړې۔ وزيراعظم د پاكستان اولس او حكومت لخوا د ??ېر??ن ورور اولس سره غمرازي وكړ?? او دعا ئې وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس