اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې صحت مند ژوند او د عمر په وروستۍ برخه كښې د نسيان ناروغۍ په شدت كښې كمي لپاره ذهني او جسماني ورزش او نشوونما ضروري ده، د انساني تعلق بنياد همدردي ده. ده دا خبرې د نهې په ورځ د الزائمر نړيوالې ورځې په موقع د نېشنل ډيمنشيا پلان د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې د هر انسان خواهش وي چې د عمر په كومه برخه كښې د چا مختاج نه شي، د عمر په وروستې برخه كښې د انسان يادښت كم شي. ده ووئيل چې صحت مند ژوند او د عمر په وروستۍ برخه كښې د نسيان ناروغۍ په شدت كښې كمي لپاره ذهني او جسماني ورزش او نشوونما ضروري ده. جسماني ورزش سره په بدن كښې توان پېدا كېږي، دغسې د الزائمر څخه كمزور شويو دماغي خليو ته د ذهني مشقونو د لارې په بحالي كښې مرسته ترلاسه كېږي. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د مور په ياد كښې يو عظيم مقصد لپاره شوكت خانم مېموريم روغتون جوړ كړو. ده ووئيل چې د طب په زده كړو كښې د وراثتي ناروغيو په اړه خبرتيا وركړې شوې ده خو په دې لړ كښې كومه جلا څانګه نشته. ده ووئيل چې په پاكستان كښې د نړۍ په مقابله كښې كورنې نظام قوي دے. په كورنيو كښې د مشرانو بشپړه خيال ساتلے شي. كورنۍ ته د الزائمر د ناروغو مشرانو په كشالو ځان پوهه كول ضروري دي. دستورې ته د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان هم وېنا وكړه
صحت مند ژوند او د عمر په وروستۍ برخه كښې د نسيان ناروغۍ شدت كمولو له ذهني او جسماني ورزش او نشوونما ضروري ده، د انساني تعلق بنياد همدردي ده. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق