اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د پاكستان كركټ لوبډلې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې ګرين شرټس پوره جوش او جذبې سره مېدان ته ګوز شوي. وزير مملكت د پاكستانې كركټ لوبډلې په نوم په خپل پېغام كښې قومي لوبډلې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه. ده ووئيل چې ګرين شرټس پوره جوش او جذبې سره مېدان ته ګوز شوي، هيله ده چې نن بهه د بابر اعظم بېټ ضرور چلېږي. ده ووئيل چې د پاكستان د كركټ لوبډله به تر ورستي بال مقابله كوي. ده ووئيل چې مونږ ته د پاكستان شين بېرغ هسكول دي، د ټول قوم دعاګانې د پاكستان د كركټ لوبډلې سره دي.
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2