اسلام آباد 17جنوری(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي مونږ له به په خارجه ډر د رامخې ته چېلنجونو په اړه په نړيواله توګه شوے تحقيق راوړاندې كول وي۔ده دا خبره د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د انسټي ټيوټ آف سټرټيجېك سټډيز اسلام آباد او انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز محقيقينو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې خارجه سپېشل سېكرټري رضا بشير تارړ٬ډائرېكټر جنرل(آئي اېس اېس آئي)ايمبيسډر اعزاز چوهدري او د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر٬ايمبيسډر نديم رياض او د خارجه وزارت سينئر افسرانو ګډون كولو۔د غونډې په مهال په منطقه كښې د روابط ودې٬د كووېډ 19 نه پس په بدله شوې نړيوال منظر نامه او په سفارتي ډګر رامخې ته شوو چېلنجونو بحث وشو۔خارجه وزير ووئيل نن په بدله شوې سيمه ايزه او نړيواله منظر نامه كښې خارجه پالېسۍ په جديد خطوط اډانه كولو كښې د تهنك ټينكس كردار د اهميت وړ دے۔ده ووئيل مونږ له به په خارجه محاذ د رامخې ته چېلنجونو په نړيواله توګه شوے تحقيق راوړاندې كول وي۔د افغانستان په اړه خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان خراب معاشي صورتحال ترمخه د پاكستان لخوا د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې كوربتوب زمونږ مهمه سفارتي كاميابي ده۔
مونږ له به په خارجه ډګر د رامخې ته چېلنجونو په اړه په نړيواله توګه شوے تحقيق راوړاندې كول وي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب