اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) سېنېټ كښې بېلو غړو وئيلي دي افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كېږي،نړيواله ورورولي دې په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ د ګل په ورځ سېنېټ په غونډه كښې سنېټر مشتاق احمد په افغانستان كښې په بدل شوې انساني بحران او افغانستان كښې ياد شوې انساني بحران مخنيوي لپاره د سيمه ايز امن او سلامتيا په لړ كښې د پاكستان په كردار بحث كښې ووئيل افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كېږي،هر يو كس د لوږي تندې ښكار دے ، امريكې د افغانستان 9 اربه ډالره منجمد كړي چې ورسره صورتحال خراب شوے ، افغان اولس د بې روزګارۍ او وچ كالۍ ښكار دے ۔ سېنېټر شيري رحمن ووئيل بايد نړيواله ورورولي په افغانستان كښې مرستې لپاره خپلي ذمه وارۍ پوره كړي ۔ دې ووئيل د هند په پوله د جنګ بندۍ په اړه اشتعال انګيزي كېږي ۔ سېنېټر رضا رباني بحث كښې د افغانستان صورتحال او مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه رامخې ته كړل ۔ سېنېټر مشاهد حسين سيد ووئيل افغانستان تر ټولو لوئ انساني بحران سره مخ دے ، افغانستان كښې مرستې لپاره بايد د سماجي تنظيمونو كنسورشيم جوړ شي۔ده ووئيل هند چې كله د افغانستان لپاره د غنمو مرستې اعلان وكړو نو مونږ په بشري بنيادونو هغوې لپاره د واهګه پوله پرانستله ، نړيواله ورورولي او په خاص توګه اسلامي هېوادونه دې خپل كردار ترسره كړي۔ سېنېټر اعجاز احمد چوهدري ووئيل هند په پاكستان كښې ترهه ګري كوي ، وزيراعظم عمران خان د افغان جنګ په اړه وئيلي وؤ چې دا پخوانے جنګ دے ، بايد مونږ په دې كښې شامل نه شو ، پاكستان دوحه خبرو اترو له هم سهولت وركړے ، وزيراعظم عمران خان امريكې ته ايبسلوټلي ناټ وئيلے ۔ دغسې سېنېټر دنيش كمار او سېنېټر حاجي هدايت الله هم په بحث كښې برخه واخسته۔
افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كېږي، نړيواله ورورولي دې په سمدستي توګه اقدامات وكړي، سېنېټ كښې د غړو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش