اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان د كورونا ستونزې په مهال د سوئيلي آسيا ټولو هېوادونو په مقابله كښې زياته غوره كاركردګي ښودلې ده۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل په كوم ډول چې مونږ په كورونا وبائي مرض قابو وموندلو په دې زه خپل حكومت ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستان د كورونا ستونزې په مهال د سوئيلي آسيا ټولو هېوادونو په مقابله كښې زياته ښه كاركردګي وښودله۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې نړيوال بېنك د كال 2020/22 ساؤتھ اېشیا انډېکس كښې د دې خبرې اعتراف كړې دې چې پاكستان په منطقه كښې د بې روزګارۍ كمې شرحې سره د سوئيلي آسيا نور هېوادونه وروستو پرېښودلې دي۔ د نړيوال بېنك د شمېرو له مخې كال 2020 نه تر 2022 په سوئيلي آسيا كښې د بې روزګارې ودانۍ تر ټولو كمه شرح پاكستان كښې 4.3 فیصده پاتې شوه د دې په مقابله كښې هند كښې په دغه مهال د بې روزګارۍ شرح 8 فیصده ، مالدیپ كَښې 6.3 فیصده، بنګله دېش كښې 5.4 فیصده، بھوټان كښې 5 فیصد، سری لنکا كښې 5.9 فیصده او په نيپال كښې 4.7 فیصده پاتې شوې۔
د كورونا وبا په مهال د پاكستان كاركردګي د سوئيلي آسېا نورو هېوادونو په مقابله كښې زياته غوره پاتې شوې٬ عمران خان
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن