سلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) پاكستان د سوريه په ضد د اسرائيلي يرغل او د سوريه په خاوره په غېر قانوني قبضه او د سوريه د بنيادي اډانې ٬ شهري او پوځي تنصيباتو په لويه كچه په تباهۍ د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې د??۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز ز??ره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل د سوريه په خپلواكۍ او سيمه ايزه سلامتيا دا بريد د نړيوال قانون سخته خلاف ??رزي د??۔ دې ووئيل مونږ د سوريه خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا لپاره د مرستې څرګندونه كوؤ او د طاقت د لارې د اسرائيل قبضه مسترد كوؤ۔ وياندې ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد 497 لپاره د خپل ملاتړ پخلے كوؤ كوم چې د ګولان په غرونو د اسرائيل الحاق باطل او نړيوال قانوني اثر نه لرونكے ګرځوي۔ دې ووئيل خارجه دفتر او په سوريه او لبنان كښې زمونږ مشنز سوريه څخه د پاكستانيانو هېواد ته راستنېدو له مرسته كولو له په فعاله توګه كار كوي۔ وياندې ووئيل ن??دې 475 پاکستانيان په كومو چې 250 زائرين هم شامل دي سوريه څخه لبنان ته رسېدلې دي٬ هغوي به بېروت څخه اسلام آباد ته رارسولې شي۔ وياندې ووئيل مونږ په سوريه كښې د ګېرو شوو پاكستانو وګړو په حفاظت سره راستنېدو له د لبنان حكومت لخوا د شوې مرستې ستائنه كوؤ
د سوريه په خپلواكۍ او سيمه ايزه سلامتيا دا بريد د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي ده : د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea