اسلام آباد 15 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي وزیراعظم محمد نواز شریف پاکستان د مسئلو څخه وېستې دے او ډير زر به يو سوكاله او باوقار هيواد جوړ شي۔ ده د زيارت پھ ورځ د پاکستان وفاق ایوان هائے صنعت او تجارت 40مې ایکسپورټ ایوارډز دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د 2013ء په ټلټاكنو كښې مسلم لیګ (ن) خپل منشور قام ته وړاندې كړے ؤ چې پكښې معیشت، توان ، انتهاء خوښي او ترهه ګري او د سماجی څانګې مسئلو حل كولو ته پام لرنه شوې۔ ده ووئيل دغه ټولې مسئلې لرې كولو له مونږ د يو چیلنج په توګه كار وكړو او نن ئې نتيجې د ټولو په وړاندې دي۔ د خزانې وزير ووئيل اقتصادی اشاریئ ښه شوي ، كه معیشت مخ په وړاندې بوتللې شو نو هيواد به پرمختګ وكړي۔ د خزانې وزير ووئيل د میکرو اکنامک استحکام اعتراف د ټولې نړۍ ادارې كوي۔ د خزانې وزير ووئېل د وزیراعظم په مشرۍ كښې پاکستان په نړۍ كښې پرمختللې هيواد ش??ار?? او نن لوئ لوئ ادارې پاکستان ته ??ار??بار له راځي ۔ ده ووئيل دا ټول زمونږ د معاشی کارکردګۍ ښ??ار?? ثبوت دے۔ اسحاق ډار ووئيل هيواد څخه د برېښنا كمې لرې كولو له د وزیراعظم هڅې به تاريخ كښې یاد ساتلې شي۔ نن نه يواځې د برېښنا كمې لري كېږي بلکه د سباؤن حاجتونو له مخې منصوبہ بندی هم كېږي۔ ده ووئيل هيواد كښې امن له د ترهه ګرۍ په ضد ګامونه پورته كړې شوي۔ ده ووئيل د اقتصادی استحکام ترلاسه كولو نه پس اوس مونږ اعلیٰ شرح نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كوو۔ په ې لړ كښې 7 فیصده شرح نمو ترلاسه كولو له هڅې روانې دي ٬ده ووئېل د سی پیك پروژه لوئ اهميت لري او هيواد ك??ې سپيځلتيا له حکومت ګامونه پورته كړې دي چې پكښې د او ای سی ډی په کنونشن لاس ليك نه ځانله د اوپن ګورنمنټ پارټنر شپ رکنیت او د بډو اخستو مخنيوي کنونشن كښې شمولیت له هم كار پيل شوے۔ اسحاق ډار ووئيل ځينې عناصرو ته دا معلومه ده كه وزیراعظم نواز شریف داسې ??ار??نه روان وساتي نو د هغوي سیاسی سباؤن به ختم شي۔ د خزانې وزير ووئيل د هيواد پرمختګ له بايد ټول میثاق ء معیشت ترمخه په ګډه كار وكړي ۔ ده ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې به پاکستان د سيمې يو لوئ معاش?? قوت جوړ شي ۔ ده ووئيل نن پاکستان د سیاسی او معاشی استحکام پلو تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے ، په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوے دغسې معاشی هلې ځلې تندې شوې دي۔
وزیراعظم محمد نواز شریف هېواد د مسئلو نه خلاص كړے، د خزانې وزير
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ