اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې پنجاب كښې امن په ځائ ساتلو او د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره دوه مياشتو لپاره د رېنجرز تعينات كولو پرېكړه شوې ده، د کالعدم ټي اېل پي په ډوز كښې درې پوليس اهلكار شهيدان٬ يو شمېر ژوبل چې پكښې د اته كسانو حالت اندېښمن دې، احتجاج كوٶنكو ته اوس هم وائيم چې د عقل نه كار واخلۍ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شوروپه ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل ټي اېل پي دا جلوس د جشن عيد ميلاد النبيۖ په تناظر كښې وباسلې ٶ كوم چې وروسته په دهرنا كښې بدل شوې۔ ده ووئيل په هېواد كښې امن غواړو٬ هېواد لويو چېلنجونو سره مخ دې، غېر ملكي هېوادونه په پاكستان بنديزونه لګول غواړي، دوي د پاكستان اتومي توان او معيشت ته سترګې نيولې دي۔ ده ووئيل کالعدم ټي اېل پي عسکريت خوښي اختيار كړې ده، دوي د کلاشنکوفونو د لارې په پوليس اهلكارو ډزې كړې دي چې پكښې درې پوليس اهلكار شهيدان او 70 ژوبل شوې دي چې پكښې د اته حالت اندېښمن دې۔ ده ووئيل مونږ اولس د چا په رحم او كرم نشو پرېښودې٬ داولس د ځان او مال تحفظ لپاره په پنجاب كښې رېنجرز په ځائ كوٶ او دوي به د پنجاب حكومت په خواست 60 ورځو لپاره تعينات وي٬ په دې لړ كښې سمري كابينې ته لېږلې شوې ده. وزير داخله ووئيل د ناموس رسالتۖ او ختم نبوت سپاهي يم۔ ده ووئيل د فرانس سفارت بندولې نشو٬ سفير ئې پاكستان كښې نشته٬ د دې خبرې نه مو ټي اېل پي خبر كړې ده، د سياست مدار په حېث مذاكراتو لپاره ور (دروازه) نشو بندولې خو دا هم نه غواړو چې سكولونه بند شي او رنځوران روغتون ته ورنه رسولې شي، ټي اېل پي د سړك د دواړو غاړو پرانستلو لوظ كړې ٶ خو لوظ ئې تر سره نه كړو۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان دوه ځله په سختۍ سره امر كړې په سوشل ميديا په دې لړ كښې د چلېدونكو ناسمو خبرونو د اېف آئي اے سائبر كرائم په تناظر كښې دې كاروائي وكړې شي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن دې د هېواد په ستونزو د پوهېدو هڅه وكړي، د ټي اېل پي په شا چې كوم خلق دي ھغوي دا ګڼي چې دې احتجاج سره به حكومت ډي رېل شي ھغوي د غلط فهمۍ سره مخ دي۔ ده ووئيل دا کالعدم جماعت دے او كه دوي دا سلسله جاري وساتله نو په دوي په نړيواله كچه بندېزونه لګېدې شي او د دوي نامه د نړيوالې ترهګرۍ په فهرست كښې رانشي او بيا به د دوي د مقدمو پحقله پرېكړه كول به زمونږ په واك كښې نه وي۔ ده ووئيل كابينه هم د دې صورتحال څخه خبر كړې شوې ده۔ ده ووئيل ځينې خلق دا ګڼي چې زه د زيات لچك څرګندونه كوم٬ حالانكه زما سوچ سياسي دي چې د خبرو اترو دروازه بنده نشي۔ ده ووئيل مونږ چې ټي اېل پي سره چې كومه لوظنامه كړې په ھغې ولاړ يو٬ د دوي د اقداماتو نه برېښي چې د دوي اصل مسئله نور څه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هيڅ كله چې نتظيم سره نه يم پاتې او نه د دوي په جلسو جلوسونو كښې شامل شوې يم۔ د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ او امن په ځائ ساتلو لپاره حكومت له خپل رټ قائم ساتل وي۔ ده ووئيل مظاهرچيانو ته مو وړاندې هم په سوله ايز ډول د ايسارولو هڅه كړې وه او اوس به هم داسې كوٶ٬ كه د لوظ له مخې دوي بېرته نه ځي او په هېواد كښې چې كومه بدامني وي نو د ھغې ذمه واري به په دوي راځي، دوي د مذهب د بېرغ لاندې راروان دي٬ ناموس رسالتۖ لپاره لس ځله قربانيو له تيار يم ٬ ناموس رسالتۖ لپاره ما زندان تېر كړې٬ دوي دې د جذباتي چغو نه ډډه وكړي او د ذمه وارۍ څرګندونه دې وكړي
پنجاب كښې امن په ځائ ساتلو او د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره د رېنجرز تعينات كولو پرېكړه شوې ده۔ د داخله وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II