اسلام آباد 12اپرېل(اے پی پی) د سوئېلي وزيرستان په انګور اډه ضلع كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې دوه ترهه ګر وژلې شوي او په بهادرۍ سره د مقابله كونكي يو افسر پشمول دوه اهلكار شهيدان شوي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر له مخې د 12 اپرېل په شپه د سوئېلي وزيرستان په انګور اډه ضلع كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو په يو بل ډزو كښې دوه ترهه ګر وژلې شوي۔د وژلے شوو ترهه ګرو څخه وسله او بارودي توكي هم برآمد كړے شوي۔ځواكونو په ښه ډول د ترهه ګرو درك لګولے ۔وژلے شوي ترهه ګر د امنيتي ځواكونو په ضد د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ككړ وو۔په يو بل د ډزو په مهال ميجر شجاعت حسېن او سپاهي عمران خان شهيدان شوي۔د سيمې كليئرنس روان دے۔آئي اېس پي آر وئېلي دي پاك پوځ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظې دے او زمونږ د ځوانانو او افسرانو دې ډول قربانيو سره زمونږ عزم لا قوي كېږي
د سوئېلي وزيرستان په انګوراډه كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې دوه ترهه ګر ووژل شول ۔آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ