اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال سره د بیلاروس د قامی اسمبلۍ چیئرمېن د نهې په ورځ پلاننګ كمېسون كښې وليدل،ملاقات كښې د پاکستان او بیلا روس ترمينځه بيلو څانګو كښې مرستې او تجارت زياتولو په اړه په چارو خبرې اترې وشوي۔ په دې موقع وفاقی وزیر ووئيل نړۍ تندۍ سره پرمختګ كوي او د ټیکنالوجی رفتار په زمكيز ??قائق هم اثر اند??ز كېږي، د اروپا او پرمختللي اسيائي هېوادونو ترمينځه مرستې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاکستان معیشت تندۍ سره پرمختګ كوي ، په دې كښې استحکام راوستلو له په علم اډانه معیشت ته وده وركوو۔ ده ووئيل پاکستان سيمه كښې امن، استحکام او شريكو رابطو ته ودې وركولو له د پاك چین اقتصادی راهدارۍ ته زيات اهميت وركوي، اقتصادی راهداری د سيمې درې اربه اولس له د تجارتی رابطو او روزګار شريكې موخې وركولو پروژه ده۔په دې موقع د بیلاروس د قامی اسمبلۍ چئیرمېن ووئيل پاکستان او بیلا روس د انجینئیرنګ او زرعی ټیکنالوجی څانګو كښی په ګډه كار كولې شي، بیلا روس پاکستان كښې فنی ت??لی?? څانګې ته ودې وركولو له مرسته كولې شي
د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال سره د بیلاروس د قامی اسمبلۍ چیئرمېن وليدل
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ