اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي)پخواني صدر آصف علي زرداري د مئي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وئېلي دي پاكستان پيپلز پارټي به د خواري كښو د حقونو تحفظ كوي٬نن خواري كښ٬كروندګر او سركاري ملازمان د ستونزو ښكار دي۔پخواني سليكټېډ حكومت د خواري كښو حقونه غصب كړي وو۔پاكستان سټيل ملز٬پي آئي اے او د رېلوے پشمول سركاري صنعتونو كښې كار كوونكو خواري كښو خپل ملازمتونه په خطر كښې ليدلي ٬آصف علي زرداري ووئيل د پيپلز پارټآ چيئرمېن ذوالفقار علي بهټو شهيد خواري كښو له د يونين جوړولو اختيار وركړے ؤ دغسې دوي چې په اجتماعي توګه د حقونو لپاره غږ پورته كړے شي ۔ده ووئيل نن خواري كښ پرېشانه دي ځكه چې هغوي ته د خپل فصل او د محنت اجرت نه ترلاسه كېږي۔آصف علي زرداري ووئيل شهيدې بېنظير بهټو عمر له د خواري كښو لپاره غږ پورته كړے ؤ ۔ده ووئيل د پيپلز پارټي حكومت صنعتي ادارو كښې د كار كوونكو خواري كښو ښېګړی لپاره 25 اربه روپۍ اېښودې وې كومې چې پخواني حكومت غلا كړي۔ده ووئيل پيپلز پارټي لكه د پخوا نن هم د خواري كښو سره ولاړه ده
پيپلز پارټي به د خواري كښو د حقونو تحفظ كوي۔پخوانے صدر آصف علي زرداري
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک