مجهوئي (آزاد کشمیر) 12 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د برېښنا ټولې منصوبې د شېډول ??ه مخې بشپړولو له لوظي يو دغسې چې هېواد څخه د لوډشېډنګ خاتمه وشي او صنعتي پېداوار وده وكړي۔ وزيراعظم دا خبرې د نيلم جهلم هائېډرو پراجېكټ دورې په مهال د منصوبې پېش رفت پحقله د وركړې شوي ??ريفنګ په مهال كړې۔ په دې موقع د خزانې وزير اسحاق ډار، د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشید هم وزيراعظم سره وو۔ په دې موقع د منصوبې پېش رفت پحقله ده ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې 82 فيصده كار ترسره شوې او د منصوبې په وخت ترسره كېدو له هڅې روانې دي۔ د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدراو د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرماني هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم په ذاتي توګه د نیلم جهلم هائېډرو پاور پراجیکټ نګراني كوي٬ دې څخه به 969 مېګاٶاټ ارزانه برېښنا به ترلاسه شي٬ په تهرمل پاور به انحصار كم شي۔ د منصوبې ??ه مخې د مظفر آباد نه 41 كلوميټره اپ سټريم نو سېري سيمه كښې د ټنل د لارې د نيلم درياب اوبو مخ اړولو سره په چهتر كلاس سيمه كښې به پاور هاٶس جوړولې شي چې ??ه مخې به ئې 969 مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه شي۔دا منصوبه په كال 2008 كښې پېل كړې شوې ده او د كال 2017 په نيمائۍ كښې به بشپړولې شي ۔دا منصوبه د چين ګي ژوبه ګروپ كمپني ترسره كوي۔
د برېښنا ټولې منصوبې د شېډول له مخې بشپړولو له لوظي يو دغسې چې هېواد څخه د لوډشېډنګ خاتمه وشي او صنعتي پېداوار وده وكړي
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔