اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې موسمي بدلون منفي اثرات څخه بچ كيدو لپاره د ژوند كوټلې طرز خپلولو ، د اوبو قدرتي وسائلو حفاظت ته اړتيا ده،د زمكې بچ كولو لپاره زرخيزې زمكې حفاظت باوري كولو ، په نړيواله كچه بدلون راوستلو لپاره به شركت دارۍ ته وده وركول وي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه د ماحوليات نړيوالي ورځ په اړه بيان كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان موسمي بدلون په لحاظ سره تر ټولو زيات ځپلې شوې هېوادونو كښې شامل دې، موسمي بدلون سره حكومت او پاكستانې اولس سختو چيلنجونو سره مخ دې،پاكستان تندۍ سره ويلي كيدونكې واوري ، غير متوقع بارانونو او وچ كالۍ له امله ځپلې شوې، ځوانانو له ماحولياتي بدلون چيلنج مخنيوي په اړه تعليم وركولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل ښه سباؤن لپاره به د ماحول دوست طرز ژوند خپلول وي،زه وياړ لرم چې ايوان صدر د آئي ايس او څخه تصديق شوې د نړۍ ماحول دوست صدارتي دفترو كښې په وړومبي پوزيشن دې۔ صدر عارف علوي ووئيل ايوانِ صدر د يو ميګاواټ سولر پاور منصوبې سره نه يواځي د خپلې برېښنا حاجت پوره كوي بلكه قومي ګرډ له هم برېښنا وركوي۔ده ووئيل ټولو ادارو له بلنه وركوم چې ګرين پريذيډنسي منصوبې څخه زدكړه وكړي ، توان بچ كړي دغسې چې په كوټلي انداز كښې د اولس خذمت وكړې شي۔ صدر مملكت ووئيل د موسمي بدلون چيلنج مخنيوي لپاره د اوږدې مودې منصوبه بندۍ او پروګرامونو ترمخه ګڼو اقداماتو د لارې پرله پسې هڅو ته اړتيا ده۔
موسمي بدلوزن منفي اثرات څخه بچ كيدو لپاره اوبو قدرتي وسائلو حفاظت ته اړتيا ده، صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز