پاكستان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې كشميري اولس سره ولاړ دے۔ هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كړې


اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) سېنېټ كښې بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئيلي دي نن پاكستان يو موټې كېدو سره نړيوالې ورورولۍ او نړۍ ته پېغام وركړے چې مونږ به د كشمير د آزادۍ منزل ضرور ترلاسه كوؤ۔ پاكستان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې كشميري اولس سره ولاړ دے۔ هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كړې ۔ كه د كشمير مسئله حل نه شوه نو د سيمې امن او سلامتيا به خطر سره مخ شي۔ د پاكستان نوې نقشه زمونږ د سياسي عزم عكاسي كوي۔ مودي په انتها پسنده ايجنډا عمل كوي۔ دا د پاكستان نه كركه كونكے ټولګے دے۔ په كشمير ټول سياسي او عسكري قيادت متفق دے۔ هند به د كشميريانو آواز غلے نه كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د يوم استحصال كشمير په بابله د خپلو خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ د اګست په 5 مه نېټه د سېنېټ غونډه په خاص توګه د يوم استحصال كشمير په حقله رابللې شوې وه۔ په تحريك د بحث پېل كولو سره ډاكټر بابر اعوان ووئيل نن مونږ د كشمير اولس او كاز سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوؤ۔ نن مونږ د يو موټے كېدو يو پېغام وركول غواړؤ۔ مونږ د نړيواله ورورولي بېدارولو له دا پېغام وركوؤ۔ كشمير ته تلونكې ټولې لارې به د سري نګر لارې بللې شي ۔ مونږ د كشمير د آزادۍ منزل ترلاسه كوؤ۔ده ووئيل هند دا پېغام وركړے چې هغه د ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو قراردادونه نه مني ٬ مونږ د پاكستان نوې نقشه جاري كړې ۔د دې منظوري به پارلمان څخه اغستلې شي۔ كابينې د دې منظوري وركړې ده ۔د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټر شېري رحمان ووئيل د نړۍ تر ټولو لويه قبضه د هند په مقبوضه كشمير ده ۔ د پاكستان لخوا نوې نقشه جاري كول سمه پرېكړه ده۔ ولې چې هند هم داسې كړي۔ دې ووئيل دا كال كشميريانو لپاره سخت كال پاتے شوے ولې چې لاك ډاؤن او كرفيو سره مخ وو۔دې ووئېل د ميديا غږ غلے كړے شوے۔ يوازې د كشمير نه بلكه د هند هم استحصال روان دے۔د بابري مسجد په كھنډراتو د رام مندر پرانسته كولې شي۔ آر اېس اېس او انتها پسند تنظیمونه د جومات په ځائې مندر جوړوي۔ د كومې مسئلې پوځي حل نه وي خو ولې د يوې دقيقيې له خاموشي كافي نه ده۔دې ووئېل د هند زندانونه د كشميريانو او مقبرې د شهيدانو نه ډكې دي۔ دې ووئيل مونږ له به د نړۍ سول سوسائټۍ مخې ته د كشمير مسئله اېښودل وي۔ سېنېټر مولانا عبد الغفور حېدري ووئيل نړۍ 70 كلونو نه د هند لخوا په كشميري اولس د روان ظلم او زياتي په خاموشۍ سره تماشا كوي۔ يوكال وړاندې مودي سركار د هندي آئين آرټیکل 370 منسوخ كولو د لارې د كشمير آئيني حېثيت ختم كړو او دا ئې په هند كښې ضم كړو۔ د مسلمانانو په ځائې هندوانو ته دغلته د استوګنې آساني وركولو له آئين كښې بدلون وكړے شو او د ملګرو ملتونو قراردادونو ٬ شمله لوظنامې ٬ اعلان لاهور د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي وكړې شوه۔ ده ووئېل د نړۍ په كوم ګټ كښې د هند په ضد غږ پورته نه شو۔ اوس د هند په ضد د خاموشه پاتې كېدو نه بلكې د څه كولو وخت دے۔ يوازې د پاكستان نقشه په بدلېدو به هېڅ ونشي۔ده ووئېل عملي ګامونه به پورته كول وي۔ وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل هند د انسانيت او د خپل آئين مخالفت كړے۔ د خپل سيكولر كېدو نعره ئې دروغ ثابته كړې۔ ده ووئيل كشمير به ضرور آزاديږي ۔ سېنېټر سراج الحق ووئيل په پنځم اګست د سېنېټ غونډه كېدل خوشيبنه ده٬ كشمير مونږ لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده، پاکستان د کشمیر نه غېر نامكمل دے٬ كه ملګرو ملتونو دا كشاله هواره نه كړه نو يو وخت هم اتومي جنګ جوړېدې شي كوم چې به منطقې لپاره د تباهي وي، ده ووئيل كشميريان چې څنګه هلې ځلې كوي د نړۍ په تاريخ كښې ئې مثال نه موندلے كېږي۔ ده تجويز وركړٶ چې د پاكستان فضائي حدود دې په هند بند كړے شي٬ د كشمير قيادت سره دې مشاورت وكړے شي٬ پارلمان كښې دې لپاره چوكۍ بېلې كړې شي٬ پارلماني پلاوي دې ګردې نړۍ ته ولېږلې شي۔ده ووئېل كشمير لپاره عملي هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ سېنېټر فاروق اېچ نائیك ووئيل هند د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته خپله دا مسئله وړاندې كړې ٬ د استصواب رائے خبره شوې ، هند د نړيوالو لوظنامو او قوانين خلاف ورزي كوي، ده ووئيل ملګرو ملتونو له دا باور وركول پكار دي چې په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي۔ ده غوښتنه وكړه چې كشميريانو مشرانو له دې نړۍ سره د رابطې آزادي وركرې شي، ټول بنديوانان دې خوشې كړے شي۔ سېنېټر محمد علی سېف ووئيل هند خپل آئين كښئ كشمير خپله برخه ډكليئر كړې ، مونږ له د كرښو راښكلو په ځائ به مخ په وړاندې تلل وي۔ ده تجويز وركړو چې مونږ له د غبرګون لائحې په ځائ رسپانسیو حکمت عملی اختیارول پكار ده، پارلمانی ډپلو مېسي دې پكار راوستلې شي، د پاکستان نوې نقشه زمونږ د سياسي عزائمو عكاسي كوي، اوس به زمونږ موقف په ښه ډول رامخې ته كېدو له مرسته ترلاسه شي ، ده ووئيل نن مونږ د دې عزم پخلے كوو چې مونږ له د كشمير مسئلې لپاره هلې ځلې كول دي٬ دا زمونږ د حكومت يا د پوځ نه بلكې د ټولو كار دے۔ سېنېټر کېشو بائي ووئيل مونږ كشميريانو سره ولاړ يو٬ د پاكستان هندو كميونټي د مودي په ضد ده٬ د پاکستان اقليتونه د هند په ضد او كشميريانو سره ولاړ دي، د هند حقيقي څېره نړۍ ته په ډاګه شوې ۔ مودي چې څه كوي يو مذهب د ھغې اجازه نه وركوي، د ګردې نړۍ هندوان د مودي په ضد دي۔ سېنېټر مشاهد حسین سید ووئيل پاكستان كښې اقليتونو سره تعلق لرونكي يو برابر وګړي دي، د قائد اعظم فرمان ٶ چې كشمير د پاكستان د شاه رګ دے٬ د كشمير “كے” د پاكستان په نوم كښې شامله ده۔ ده ووئيل هند كښ اوس نوې فالټ لائنز راغلے ٬ چين هم فعاله دے٬ هند سره د كشمير هېڅ الحاق نه ؤ شوے ٬ د دې هېڅ وجود نشته٬ كشمير ته د هندي پوځ راتګ نه پس ناسم دستاوېزات جوړ شوي۔ده ووئېل د نهرو او مائونټ بیټن په وېنا دا هر څه شوېي هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري، څلور لكه هندي وګړو ته ډومېسائل وركړے شوي ٬ د آر اېس اېس كوم چې غنده ګرد تنظيم دے او مودې ئې غړے دے د ھغې خلق ٬ بېورو كرېټس او عسكر په مقبوضه كشمير كښې مېشته كېږي۔ ده ووئيل د مودي په اړه هېڅ غلط فهمي پكار نه ده ٬ د ھغه ناوړه څېره بې نقابه شوې د٬ دا پاكستان څخه كركه كوٶنكې ټولګے دے٬ ده د كشمير اېكشن پلان كاپي د سېنېټ چيئرمېن ته وړاندې كړه او وې وئيل د پاكستان حالات ساز ګار دي، هند تنها كېږي۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله مونږ يو موټې يو، کشمیر به پاكستان جوړېږي۔ سېنېټر رضا ربانې ووئيل قامي پرېكړې په قامي اتفاق رائے سره پكار دي، پارلمان كښې پرې بحث پكار دے ٬ يوازې په كابينه كښې پرېكړې بايد ونه كړې شي، ده ووئېل وزیراعظم ايوان ته به راتګ بايد د نوې نقشې اعلان كړے ؤ، په کشمیر قامی بیانیه جوړه شوې، پیپلز پارټۍ هند كښې د رام درمسال جوړېدو غندنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان له په احتجاجي توګه د او آئي سي غړيتوب په عارضي توګه پرېښودل پكار دې۔ سېنېټر عثمان کاکړ ووئيل پرېكړې دې پارلمان كښې وكړې شي٬ بايد د پارلمان نه بهر پرېكړې ونه كړې شي۔سېنېټر ستارہ ایاز ووئيل د اسلامي نړۍ ضمير اوده شوے ٬ اسلامي هېوادونه په كشمير كښې په ظلمونو غږ نه پورته كوي، مونږ هر اسلامي هېواد لپاره غږ پورته كوٶ٬ آيا صوفيه نه په جومات جوړولو تنيقد كوٶنكي نن هند كښې د جومات په ځائ د درمسال په جوړېدوغلي او غېب شوي، کشمیر د پاکستان برخه دے ۔ سېنېټر جاوېد عباسي ووئيل كشمير كښې اولس لاك ډاٶن او كرفيو سره مخ دے٬ سيد علي ګېلاني چې كومه چېټۍ ليكلې ھغه ډېره مهمه ده، ملګري ملتونه د خپلو قراردادونو عملي كولو او د بشري حقونو د خلاف ورزيو لاره نيولو كښې پاتې راغلي ، اسلامي نړۍ څخه هېڅ توقع نه شي كېدے، مونږ نه وائيو چې جنګ پېل كړۍ خو د محمدۖ مثال او اسوة زمونږ په وړاندې ده چې 313 صحابه كرامو سره د جنګ مېدان ته وتلے ٬ په كشمير ټول سياسي او عسكري قيادت يو موټې دے، په هند به يوازې په احتجاج فرق نه پرېوځي۔ د بلوچستان نېشنل پارتۍ سېنېټر میر کبیر محمد احمد شاهی ووئيل مونږ د كشميريانو د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوٶ٬ يوازې په لاريون او احتجاج د كشمير مسئله به حل نه شي ٬ مونږ له به په خپله حكمت عملۍ بيا د سره غور كول وي او كوټلې ګامونه به پورته كول وي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس