سرینګر۔7اګست(اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې انجمن اوقات وئيلي دي چې جامع مسجد سرينګر كښې نزدې 4 مياشتې پس د جمعې لمونځ ادا كړے شو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې قابض انتظاميې د وائرس خپرېدو مخنيوي په نامه په تاريخي جامع مسجد كښې د جمعې په لمونځ بندېز لګولے ؤ۔ انجمن اوقات په کوروانا ’’ اېس او پی“ عمل باوري كولو له ټول انتظامات كړې وو۔ د انجمن اوقات جامع مسجد صدر او د حریت فورم چیئرمین میر واعظ عمر فاروق ته د جمعې لمونځ ادا كولو له د كور نه د بهر وتلو اجازه ورنكړې شوه۔ قابض انتظامې دې د كال 2019٬ اګست مياشتې 4 مې نېټې نه په كور نظر بند كړے دے۔ د جمعې خطبه كښې د جامع مسجد امام د جمعې لمونځ يو وارې بيا په بحال كېدو د پاك پروردګار مننه وكړه۔ هغه د مير واعظ عمر فاروق د دوه كلونو نه په كور نظر بند پاتې كېدو د افسوس څرګندونه هم وكړه۔ هغه ووئيل داسې كولو سره قابض انتظاميه د كشميري مسلمانانو جذباتو ته زيان رسوي
مقبوضه كشمير٬ جامع مسجد سرينګر كښې 4 مياشتې پسې د جمعې لمونځ ادا كړے شو۔ مير واعظ فاروق پرله پسې په كور نظر بند
مضمون کا ماخذ : sorteios quina