اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان ته د پېښتو امنيتي ستونزو مخنيوي لپاره د پوځي عدالتونو موده تر دوو كلونو پراخا كول ضروري وه٬ په دې معامله كښې ټولو ګوندونو سره ز مونږ نزدې 15 غونډې شوې او زمونږ آخرنۍ غونډه په 28مه فرورۍ شوې وه چې پكښې په اتفاق د پوځي عدالتونو موده پراخه كولو پرېكړه شوې او ټولو د مارچ په وړومبنۍ يا د??يم?? نيټه د اسمبلۍ غونډې رابللو هم وئيلي وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شخصي ټي وي سره خپلو خ??رو كښې وكړه ۔ ده ووئيل پيپلز ګوند چې خپلې كومې 9 غوښتنې وړاندې كړې وې په ھغې كښئ 4 په مسوده كښې هم شامل كرې شوې دغسې چې په اتفاق پرېكړه وشي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ?? كال 1992 او 2001 قوانين له مخې د غېر ملكي كرنسۍ اكاٶنټس بشپړ تحفظ لري ، د بې نومه اكاٶنټس خو تر اوسه هېواد كښې اجازه وه ولې راتلو??كي وخت كښې به پېسه پټه ساتل ګرانه وي۔ ده ووئيل ?? مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند ترمېنځه كوم ډيل نه دې شوې او نه دا خبره څه صداقت لري٬ ??ه د چا نه خفه نه يم بلكې زه د هېواد او قام پرمختګ او سوكالۍ له ټولو سره ملاقات او خ??رو كولو له چمتو يم ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ?? نېشنل بانك صدر لپاره ما درې نامې وزیراعظم محمد نواز شریف ته لېږلې وې چې پكښې ئې سعيد احمد خوښ كړو او د ھغه انتخاب په مېرټ شوې۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې چې مونږ د حكومت واك اختيار ترلاسه كړو نو هېواد اړي ګړي سره مخ ٶ او د پاكستان د ديواليه كېدو خ??رې روانې وې خو د وزیراعظم محمد نواز شریف ولوله لرونكې قیادت، موثره او ښو پاليسو په سوب د نن پاكستان د كال 2013 د پاكستان نه زيات ښه او خوشحال دے٬ ده ووئېل سي پېك ګېم چېنجر منصوبه ده ٬ د بهرنيو سرمايه كارو باور هم زيات شوې
پاکستان ته د پېښتو امنيتي ستونزو مخنيوي لپاره د پوځي عدالتونو موده تر دوو كلونو پراخا كول ضروري وه
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک