اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) وفاقي كابينې د ټاكنو كميشن ته د الېكټرانك ووټنګ مشينونو﴿اي وي اېم﴾ كارولو، سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو اسانۍ لپاره د اختيارات وركولو په اړه د دوه آرډيننسز، د سندھ حكومت په خواست په سندھ كښې د كورونا په اېس او پيز عمل كولو لپاره د پوځ په ځائ كولو او د وړوكي اختر په مهال د بنديوانو په سزاګانو كښې د 90 ورځو د معافې منظوري وركړې ده ، كابينې د سركاري ملازمانو د استعفٰی وركولو نه بغېر د اېم پي ون او اېم پي ټو سكېل ترلاسه كولو ، آئي پي پيز ته د بقاياجات په مد كښې د 40 فيصده وركولو او د پاكستان او سعودي اړيكې قوي كولو لپاره د سپريم كوآرډينېشن كمېټې فعاله كولو پرېكړه كړې. د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل وزيراعظم عمران خان د غونډې په پېل كښې هدايت كړے چې د زيات عمر لرونكو مور او پلار د تحفظ په اړه د قانون سازې عمل دې تند كړے شي. وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم ته د الېكټرانك ووټنګ مشين او بهر مېشته پاكستانيانو ته د رائے حق وركولو په اړه د شوي پرمختګ په اړه بريفنګ وركړے شو. د سائنس او ټېكنالوجې وزير ووئيل تر اختر به په ځائي توګه د الېكټرانك ووټنګ مشين ماډل جوړ كړے شي. د پارلماني چارو صلاحكار ووئيل د ټاكنو كميشن د ووټونو عمل د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې كولو ته چمتو دے. وزيراعظم د انصاف وركړې په سول پروسيجر كوډ كښې د اصلاحاتو په اړه د خېبر پښتونخوا او وفاقي پايه تخت پرمختګ وستائيلو او د پنجاب حكومت ته ئې هدايت وكړو چې په دې لړ كښې زياتې هڅې وكړئ. وفاقي وزير ووئيل د روغتيا خاص مرستيال كابينې ته د كورونا صورتحال په اړه بريفنګ وركړو او كابينې 100 فيصده په اېس او پيز عملي كولو زور راوړلو . كابينې ته ووئيل شول تېره ورځ يو لك 64 زره كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګولې شوي. حكومت هڅه كوي چې تر جون جولائي 25 مليونه خلقو ته د واكسين لګولو عمل ترسره شي. كابينې د پاكستان او سعودي ترمېنځه د سعودي پاكستان سپريم كوآرډينېشن كونسل جوړولو لپاره د لوظنامې منظوري هم وركړه. د دې كونسل جوړولو پرېكړه په كال 2018م كښې شوې وه. د پاكستان وزيراعظم او د سعودي ولي عهد به په شريكه د دې كونسل مشري كوي. وفاقي كابينې د ټاكنو كميشن ته د الېكټرانك ووټنګ مشينونو﴿اي وي اېم﴾ كارولو، سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو اسانۍ لپاره د اختيارات وركولو په اړه د دوه آرډيننس، د سندھ حكومت په خواست په سندھ كښې د كورونا په اېس او پيز عمل كولو لپاره د پوځ په ځاے كولو او د وړوكي اختر په مهال د بنديوانو په سزاګانو كښې د 90 ورځو د معافې منظوري هم وركړې. كابينې د امېګرېشن آرډيننس 1979م له مخې د اوورسیز ایمپلائمنټ پروموټړ د لائسنس منسوخې په اړه د درخواستونو اورېدنې لپاره د كابينه غړو د كمېټې منظوري وركړه. دا كمېټي به د درخواستونو اورېدنه كوي او خپل وړاندېزونه به وفاقي كابينې ته وړاندې كوي. دغسې كابينې د اقتصادي رابطه كمېټې د 28م اپرېل كال 2021م په غونډه كښې د شوو پرېكړو منظوري هم وركړې ده
وفاقي كابينې د ټاكنو كميشن ته د الېكټرانك ووټنګ مشينونو كارولو او سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو اسانۍ لپاره د اختيارات وركولو په اړه د دوو آرډيننس منظوري وركړه. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن بريفنګ
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن