لاهور۔4 دسمبر(اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چي پاکستان به د او آئي سي د خارجه وزيرانو کونسل د 17مې غير معمولي غونډې کوربتوب کوي۔ غونډه به د روانې دسمبر مياشتې په 19 نېټه اسلام آباد كښې كېږي ٬ د غونډې يو نكاتي ايجنډا به افغانستان وي۔ هغه د خالي په ورځ ګورنر هاؤس لاهور كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې موقع د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار هم موجود وو۔ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ووئیل د افغانستان په اړه د غونډې اصلي هدف په افغانستان کې راپورته شویو اندېښنو ته نړیوال پام اړول دي۔ هغه ووئيل که د افغانستان دغې مهمې مسئلې ته پاملرنه ونه شي، نو ښايي چې په هېواد کښې به بشري بحران رامنځته شي ٬ دغسې كه دغلته د خوراکي توکو په وخت بندوبست ونكړې شو او وسائل كنګل پاتې شؤ نو معاشي بحران هم پېدا كېدې شي كوم چې په نظر كښې نيولو سره د پاكستان لخوا د غونډې بللې كېدو هڅه وكړې شوه۔ شاه محمود قریشي ووئيل چې د افغانستان اوسنی وضعیت داسې دی چې که ورته پام ونه شي نو 22.8 مليونه افغانان د خوراك كمي سره مخ كېدې او 3.2 ملينه كوچنيان ځپلې كېدې شي د كومو احساس به چې كول وي۔ په غونډه كښې ګډون كولو له د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل وزير انو ته بلنه وركړې شوه ٬ دې دې سره سره د چين ٬ روسيه ٬ فرانس او برطانيې خوصي استازي هم غونډه كښې ګډون لپاره بلل شوي دي۔ دغسې د اروپائي ائتلاف ٬ يو اېن ايجنسيز او د نړيوال بېنك استازو په شمول د المان ٬ جاپان ٬ كاناډا او آسټرېليا په ډول هېوادونو ته هم بلنه وركولې شي د كومو موجودګۍ سره به چې نړيواله رائې رامخې ته كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د افغانستان په وضعیت او مسئلو د خبرو لپاره له افغانستان څخه د اعلی كچې يو پلاوی هم راغوښتل شوې دې، د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دې غونډې په ترسره کولو غور په داسې وخت کښې شوی كله چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ته سعودي عربستان د دورې بلنه وركړه ٬ هغه هلته لاړو او سعودي شهزاده سره ئې په سائيډ لائن رياض كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې د نورو مسئلو سره سره د افغانستان په مسئله هم خبرې وشوې۔ افغانستان د او آئي سي بنياد اېښودونكې غړې دې ځكه ټولې اسلامي نړۍ له به افغانستان لپاره څه خو كول وي۔ هغه ووئيل سعودي عربستان د او آئي سي سمټ مشري كوي ځكه د هغې آن بورډ كېدل ضروري وو۔ هغه ووئيل زه په دې لړ كښې د سعودي عربستان د همکارۍ مننه کوم۔ هغه ووئيل مونږ په دې پوه يؤ چې په اوسنيو حالاتو كښې دا به يوه تاريخي تېروتنه وي كه افغانستان يوازې پرېښودل شي ٬ مونږ بايد دا تېروتنه تکرار نه کړو٬مونږ دې نتیجې ته ورسیدو چې که د افغانستان مهمې مسئلې ته پام ونه شي نو هلته به یو بحران او بې ثباتي رامنځ ته شي او له امله به یې نورې شخړې هم رامخې ته شي چې ورسره به ګرده سيمه اغېزمنه شي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د وړاندې نه د 3 ملينه افغان كډوالو كوربتوب كوي او كه يو وارې بيا دغسې فشار سره مخ كېږي نو زمونږ وسائل د دې اجازه وركولې نه شي۔ هغه ووئيل د روانې مياشتې په 7 مه نېټه به زه په برسلز كښې د اروپائي ائتلاف اعلی استازو سره ملاقات كوم په كوم كښې به چې زما دا هڅه وي چې هغوي ته د افغانستان د صورتحال حوالې سره باور وركړم۔ هغه ووئيل کله چې د اګست په میاشت کښې په افغانستان کښې طالبانو حکومت جوړ كړو او دغلته حالات رامخې ته شول نو هند د پاکستان په ضد کمپاین پیل کړ او هڅه یې وکړه چې د ټول وضعیت پړه په پاکستان واچوي، خو مونږ په غوره ستراتېژۍ سره د دې کار اجازه ورنکړه او د هند ناوړه ارادو ته مو ماتې وركړه۔ هغه ووئيل پاکستان د خپلې ښې ډېپلوماسۍ له لارې نړيواله ټولنه قائل كړه چې له افغانستان سره سمدستي خبرې اترې د ټولو په ګټه دي۔ شاه محمود قریشي ووئیل د اګست 15 مې نېټې نه وروسته ما د تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان او ایران دورې وکړې چې په پايله كښې ئې مونږ د 6 ګاونډي هېوادونو د یو پلیټ فارم په جوړولو كښې بریالي شؤ چې مقصد یې دا وو چې مونږ له ګاونډیانو سره په مشوره وضعیت ښه كولې شؤ۔ په ماسکو کښې ترسره شوې غونډه کښې هم د پاکستان د كردار ستاینه وشوه۔ هغه ووئیل مونږ هڅه کوو چې د دسمبر په 19 مه نېټه نړيواله غونډه کښې د نړۍ پام د افغانستان مسئلې ته واړوو او دا باور وركړو چې د افغانستان د صورتحال څخه به د اروپائي ائتلاف لوئيديزونو هېوادونو سره سره مونږ ټول وځپلې شؤ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د خپلو وسائلو لمخې د غنمو ٬ داروګانو او نورو څيزونو لېږلو سره د افغانستان مرسته وكړه۔ هغه ووئيل د هند لخوا هم افغانستان ته د غنمو وركولو اعلان شوې بايد هغه د بهانو جوړولو په ځائې په سمدستي توګه افغانستان ته غنم ولېږي۔ د ميډيا د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د سيالكوټ پېښه د افسوس وړ ده د كومې چې وزيراعظم عمران خان نوټس اخستې دې ٬ هغه ددې معاملې پخپله څارنه كوي٬ دغسې د پوځ سرلښكر نقطه نظر هم ښكاره ده ٬ د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار هم د پلټنيو كولو امر كړې دې ٬ هيله ده چې ډېر زر به دې نتيجې ته ورسؤ چې د دې پېښې شاته څه دي۔ هغه ووئيل د سري لنكا هائي كمېشن سره هم رابطه كښې يؤ كوم چې د پاكستان د دريځ او فوري كارروائۍ ستائنه كړې ده۔ هغه باور وركړو چې پېښه كښې ككړ كسان به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ هغه زياته كړې چې دې پېښې سره به سري لنكا سره د پاكستان اړيكې نه ځپلې كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د سيالكوټ پېښه كښې د وژل شوي تن سري لنكن كورنۍ سره تماس نيولې شوې دې۔ د اليکټرانک ووټنګ مشين په اړه د پوښتنې په ځواب کښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ هڅه دې چې په اي وي اېم او نورې قانون سازۍ د نورو سياسي ګوندونو باور ترلاسه كړؤ او په دې رايې يوه كړؤ خو له بده مرغه کله ناکله مونږ نه خپل مقصدونه غائب شي او سياست غالب شي۔ د كشمير مسئلې په اړه وفاقي وزير ووئيل پاكستان په دې لړ كښې په هر فورم دې پلو پام ګرځولې دې۔ هغه ووئيل په سلامتي كونسل كښې ډېره موده پس درې وارې د كشمير په مسئله بحث وشو چرته چې د هندوستان دريځ وو چې دا زمونږ كورنۍ معامله ده خو پاكستان په کلکه وئیلي چې دا داخلي مسله نه بلکې نړیواله شخړه ده چې په اړه یې زمونږ دریځ د اعتبار وړ وګرځولې شو۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې بشري حقونه تر دې حده تر پښو لاندې كړې شوي چې د سيد علي ګيلاني جسد د هغه د كورنۍ نه په زور واخستلې شو او هغه يوازې په دې وجه چې هغه په پاكستاني بيرغ نغښتلې شوې وو۔ هغه ووئيل كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په هر فورم پورته كولې شي٬ په دې لړ كښې يو ډوزيئر تيار كړې شوې دې او خارجه وزيرانو سره ملاقاتونو كښې دا ډوزيئر وړاندې كوم۔ هغه هيله څرګنده کړه چې څنګه د افغانستان په معامله پاكستان ته د كاميابۍ ترلاسه كېدو امكان دے دغسې به د كشمير مسئلې پورته كولو لپاره هم په مارچ 2022 كښې پاكستان ته يوه بله مهمه موقعه ترلاسه كېدې شي۔ ديوې پوښتنې په ځواب کښې هغه ووئيل د پاکستان اؤ چين ترمينځ تمې مستحكمې ٬ مضبوطې او غوره دي، هغه ووئيل د سي پېک پشمول هيڅ يوه پروژه به نۀ بنديږي، د داسو پېښې په اړه هغه ووئيل چې داسې منصوبو سره هغه څوك درديږي څوک چې دغه پروژې بشپړيدل نۀ غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير شاه محمود قرېشي ووئيل لكه څنګه چې د كشمير په مسئله متفقه رائې موجود ده دغسې ښكاري چې د افغانستان په مسئله به هم متفقه رائې رامخې ته شي۔ د فیټف په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په دې معامله چې په تېرو درې كلونو كښې چې كوم كار شوې دې په نزدې تېر وخت كښې مثال نه لري۔ هغه ووئيل د فیټف زياتره غړي د دې قائل دي چې پاكستان په دې لړ كښې په زړه پورې پېشرفت كړې دې او زما په خيال په 27 آئټمز كښې په 26.5 عمل شوې دې۔ هغه ووئيل د 2018ء او 2021ء په الېکشن پلان پېشرفت شوې ٬ هغه ووئيل زما په نظر كښې د پاكستان په ګرے لسټ كښې د پاتے كولو كوم جواز نه جوړېږي خو ځينې قوتونه فیټف كارول غواړي او هند په دې لړ كښې خپل چمتو كردار ترسره كوي۔ هغه هيله ولرله چې د فیټف په راروانه غونډه كښې به د پاكستان لخوا شوې پېشرفت نظر كښې نيولو سره پاكستان د ګرے لسټ نه وځي او پاكستان په ګرے لسټ كښې ساتلے شي نو دا فورم به خپل اعتماد ته زيان ورسوي۔ د پنجاب ګورنر چوهدري سرور په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل هغه چرته هم نه ځي دا ټولې ډنډورې دي۔(
پاکستان به په 19 دسمبر د او آئي سي د خارجه وزيرانو کونسل 17مې غير معمولي غونډې کوربتوب کوي٬ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس