فروري (اے پي پي﴾ اېف بي آر د فرورې كال 2022م د محصولاتو441 اربه روپې هدف ترلاسه كولو سره د 2 اربه روپو اضافې سرهه ټولې 443 اربه روپې راغونډې كړې دي. ټېكس جمع كوونكې تر ټولو لوئې ادارې د جولائي كال 2021م نه تر فرورې كال 2022م د عبوري محصولاتو شمېرې جاري كړې دي. د عبوري معلوماتو له مخې اېف بي آر په دې موده كښې 3799 اربه روپې محصولات جمع كړي دي كوم چې د هدف نه 268 اربه روپې زيات دي. تېر كال په دې موده كښې د 2916 اربه روپو محصولات جمع كړې شوي وو او د دې په مقابله كښې سږ كال په محصولاتو كښې 30.3 فيصده اضافه شوې دي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار