اسلام آباد ۔ 31 جولائی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود آصف كرماني وئيل دي پاکستان مسلم لیګ (ن) د عدالت پرېكړه منلې او اوس به د اولس عدالت ته ځي۔ نواز شريف به د اولس عدالت كښې بريالې كېدو سره په څلورم ځل وزيراعظم جوړ شي۔ عمران خان پاكستان كښې د كنځلو او د بل كردار په نښه كولو سياست معارفي كړې۔ اولس به هغه نه ددې حساب اخلي۔ سپريم كورټ ??خه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ (ن) ټول عمري د عدالتونو احترام كړې او كوي به۔ ده ووئيل اوس دا پړېكره په تاريخ كښې محفوظ شوې۔ ولې هغه كسانو كومو به چې د پړېكړې راتلو ??خه وړاندې د مسلم ليګ نون په اړه ډول ډول خبرې كولې چې دوي به دا كوي ٬ ټولې نړۍ وليدل چې مونږ ډېر صبر ٬ زغم او احترام سره د سترې محكمې پرېكړه ومنله۔ سره ددې چې زمونږ ګوند په دې پرېكړه تحفظات لري۔ ده ووئيل نواز شريف ته مري ته په رسېدو دروند هركلې ووئيلې شو۔ ده ووئيل هغه وخت لرې نه دے چې نواز شريف به په څلورم ځل د پاكستان وزيراعظم جوړ شي۔ ده ووئيل د نواز شريف نااهلي د اقامې په ډول په تكنيكي ??عا??له وكړې شوه او بيا په دې پرېكړه عمل درآمد هم وكړے شو۔ ولې كومو كسانو چې سترې محكمې سره فراډ كړے د دوئي په ضد دے هم كاروائي وكړې شي۔ ده ووئيل عمران خان خپلې اثاثې پټې كړې دي۔ ده ووئيل نواز شريف به ډېر زر خېبر نه تر كراچۍ او ګوادر ??خه تر خنجراب د ټول پاكستان دورې كوي او عمران خان ته به د تېښتې او پټېدو ځائې په لاس نه ورځي
پاکستان مسلم لیګ (ن) د عدالت پرېكړه منلې او اوس به د اولس عدالت ته ځي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان