اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي جنګ د كومې مسئلې حل نه دے٬ امن له به موقع وركول وي٬ پاكستان غواړي چې د امريكائې ځواكونو د وتلو نه پس په افغانستان كښې د ټولو سټيك هولډرز نمائنده حكومت وي٬ سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دے٬ د افغانستان اولس په خاص توګه ځوانانو ته د پرمختګ يو ډول موقعې ترلاسه كېدل پكار دي، نن هم 30 لكه افغان كډوال د پاكستان برخه دي٬ د پخوانۍ فاټا ٬ د نورو سيمو اولس او افغانان د زرګونو كلونو پخوانۍ اړيكې لري٬ دا تاريخ په هېڅ صورت نشي نظر انداز كېدے۔ وزير مملكت دا خبرې د زيارت په ورځ پي اېن سي اے كښې ” پاك افغان ميډيا كنكليو” ته خپله وېنا كښې وكړې۔ فرخ حبيب ووئيل افغانستان د پاكستان ورور ګاٶنډې هېواد دے٬ دا مسلمه حقيت دے كوم چې بدلېدے نشي٬ پاكستان او افغانستان له يو ځاے پاتې كېدل دي۔ ده ووئيل پاكستان ھڅې كوي چې په افغانستان كښې امن وي او د امريكائې ځواكونو د وتلو نه پس په افغانستان كښې د ټولو سټيك هولډرز نمائنده حكومت وي۔ ده ووئيل د ځينې لسيزو راهسې په افغانستان كښې جنګي صورتحال ٶ٬ په دغه صورتحال كښې د افغانستان وګړي په پرمختګ كښې ورورستو پاتې شوي ٬ اوس د افغانستان اولس په خاص توګه ځوانانو له د پرمختګ يو ډول موقعې وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل پاكستان ھغه هېواد دے چې نن ئې هم 30 لكه افغان كډوال په برخه دي، افغانان دلته كاروبار كوي٬ يو بل سره ئې ودونه شوي۔ ده ووئيل د پاكستان اوسنے حكومت او عمران خان په افغانستان كښې د افغانانو د خوښې حكومت ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې په افغانستان د ميډيا د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې غونډې تابيا كړې شي ٬ په دې لړ كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت خدمات حاضر دي۔ ده ووئيل يو بل سره ملاقاتونو سره به كميونېكشن ګېپ ختم او په يو بل پوهېدو له به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل فېصل آباد ته په زياته شمېره افغانان راځي او بېلا بېل مصنوعات خپل هېواد ته وړي٫ دغسې افغانان دارو درملو لپاره پاكستان ته راځي٬ پاكستان ورله د خپل زړه دروازې خلاصې كړي۔ ده ووئيل افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ پاكستان هڅې كوي چې د مذاكراتو د لارې ټول سټېك هولډرز اتفاق ته ورسي،د مېنځنۍ آسياء رياستونه يو بل سره تړلو لپاره افغانستان كليدي كردار لري، پاكستان په دې لړ كښې په زړه پورې هڅې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل افغان ميډيا دې د سوله ايز افغانستان پحقله د پاكستان عزم رامخې ته كړي ځكه چې پاكستان ھغه هېواد دے كوم چې افغان شخړې څخه ځپلے شوے٬ مونږ ته 150 اربه ډالره زيان رسېدلے٬ 70 زره كسان مو مړه شوي٬ په افغانستان كښې د لګېدلي اور سروټكې پاكستان ته هم راځي۔ ده ووئيل اوس جنګ د يو مسئلې حل نه دے٬ اوس مونږ له امن ته موقع وركول دي٬ هيله لرم چې د پاكستان او افغانستان ميډيا په زره پورې او مهم كردار به موجود وي
جنګ د كومې مسئلې حل نه دے ٬ امن له به موقع وركول وي٬ پاكستان غواړي چې په افغانستان كښې د ټولو سټيك هولډرز نمائنده حكومت وي۔ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب پاك افغان ميډيا كنكليو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores