ډېووس 22 جنوري (اے ??ي پي) وزيراعظم عمران خان سره د نړيوال اقتصادي فورم په موقع ډېووس كښې د اسيائي پرمختيائي بانك (اے ډي بي) صدر مساتسوګو آساکاوا ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د اے ډي بي ترمېنځه ??ه همكارۍ او د مرستې د چارو جاج واخستې شو۔ د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ، د مركزي بانك ګورنر رضا باقر او د سرمايه کارۍ په اړه عمومي سفير جهانګير صديقي هم موجود وؤ ۔ د ملاقات نه پس ميديا سره په خبرو كښې د اے ډي بي صدر وو??يل وزيراعظم عمران خان زما سره ښه ملاقات شوې۔ هغه وو??يل د چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د پاكستان مشرانو سره زما وړومبنې ملاقات ٶ۔ هغه وو??يل د پاكستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمېځه اړيكې او مرسته روانه ده٬ پاکستان د بانك په باني غړو كښې شآم?? دے او مونږ يو بل سره ډېرې ښې اړيكې لرو۔ ده وو??يل كله چې زه تېر كال پاكستان ته د نړيوال مالياتي فنډ پروګرام په لړ كښې تللې ووم نو بانك زما ملاتړ كړې ؤ ۔ هغه وو??يل پاکستان كښې د اصلاحاتو پروګرام، د ټيکس نظام بهترۍ او د سماجي تحفظ احساس پروګرام لپاره به معاونت دوامداره ساتلې شي۔ هغه زياته كړه چې مونږ پاكستان سره اړيكې لا ښې كول غواړو۔ په دې موقع ډاکټر عبدالحفيظ شېخ وو??يل د نړيوال بانك د نوي صدر وزيراعظم سره په ښه ډول ملاقات شوې۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ وو??يل د پاكستان خاص مالياتي مرستې لپاره مونږ د اسيائي پرمختيائي بانك مننه كوٶ۔ ده وو??يل د پاکستان او اسيائي پرمختيائي بانك ترمېنځه ښې اړيكې شته او بانك د پاكستان معيشت ښه كولو او په دې كښې ج??ت راوستلو لپاره مهم كردار لوبولې ۔ ده وو??يل پاكستان د بانك نوي ټاكلي صدر په مشرۍ كښې بانك سره اړيكې او همكارۍ ته پراختيا وركول غواړي
وزير اعظم عمران خان سره د اسيائي پرمختيائي بانك صدر مساتسوګو آساکاوا وليدل
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت