اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د مالي كال 18-2017 د راتلونكي بجټ د تيارو د پېشرفت جاج واخستل شو۔ د خزانې سېكتر وفاقي وزير د بجټ د تيارۍ صورتحال او بېلا بېلو وزارتونو او محكمو سره د رابطې نه خبر كړو۔ ده ووئيل د وفاقي وزير د خواهش له مخې اقتصادي پوهان ٬ د چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري او د كاروباري ورورولۍ پشمول ټول شراكتدار به بجټ ته حتمي شكل وركولو كښې ځان سره اخستلې شي۔ ده ووئيل ټولو شراكتدارو سره رابطو له يو مېكنزم د وړاندې نه جوړ كړې شوے دے ۔ ده ووئيل د خزانې وزير سره تېره غونډه كښې د جوړ كړې شوي شېډول له مخې د بجټ په ټولو هلوځلو كار كولې شي ۔ د خزانې وزير ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت لكه د تل پشان راتلونكي بجټ كښې هم د اولس خوشحالۍ ته وړومبې ترجيح وركړې۔ ده ووئيل بجټ به په تجارت او كاروبار كښې نور ښه والي راوستلو له او هېواد كښې د مالياتي عمل په شاملېدو آډانه وي ۔ د خزانې وزير سناتور اسحق ډار ووئيل د بجټ مقصد زيات اقتصادي پرمختګ دے۔
د خزانې وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه ٬ د مالي كال 18-2017 د راتلونكي بجټ د تيارو د پېشرفت جاج واخستل شو
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال