اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت كمولو خاص مرستيالې سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر د سماجي تحفظ په اړه د ملګرو ملتونو د لوړې پائې غونډې ته وېنا كړې. په غونډه كښې ګن شمېر نړيوالو مشرانو ګډون وكړو. ډاكټر ثانيه نشتر په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړه. د غونډې مشري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ، د جميكا وزيراعظم او ډائرېكټر جنرل انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن وكړه. غونډې ته د بېلجيئم او مصر وزيراعظم نه علاوه د كوسټاريكا ، سلواډور او آرجنټينا اولس مشرانو او د نائجېريا نائب اولس مشر هم وېنا وكړه. په غونډه كښې د بنګله دېشن، سلواډور، روانډا او نورو هېوادونو وزيرانو او د اروپائي اېتلاف كمشنر هم ګډون وكړو. په غونډه كښې ډاكټر ثانيه نشتر د كورونا په تناظر كښې د روزګار په قومي او سيمه ايزو ترجيحاتو او سماجي تحفظ خبرې وكړې او د پاكستان دريځ ئې وړاندې كړو.
د وزيراعظم خاص مرستيالې سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر د سماجي تحفظ په اړه د ملګرو ملتونو د لوړې پائې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria