چنيوټ 09 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د مريم نواز د مېډيا پرسنز په اړه د نوې آډيو لېك كېدو سره د ن ليګ آمرانه ذهنيت څرګند شوے، دوي غواړي چې په مېډيا او ادارو كښې يوازې د دوي استازي وي، زمونږ ټوله پېسه او ريكارډ پاك دے، زمونږ ګوند د بانك اكاٶنټس لري، پيپلز ګوند د توك كهاتې لري. د اتوار په ورځ په چنيوټ كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې زمونږ ټوله پېسه او ريكارډ پاك دے، وزيراعظم عمران خان هغه يوازې حكمران دے كوم چې د يوې يوې پېسې حساب وركړے. ده ووئيل چې مونږ د ټاكنو كميشن ته د 60 نه زيات ثبوتونه وركړي دي، د پي ټي آئي د ټولو اكاٶنټونو مكمل ريكارډ وركړے شوے او بريالي شوي يو كومه چې د تاريخ برخه ده. ده ووئيل چې ن ليګ او پيپلز ګوند د پاپړ والا او فالودې والا د اكاٶڼټونو يو اوږد داستان لري. ده ووئيل چې د شريف كورنۍ الميه دا پاتې شوې چې دوي په ادارو زور راوړے، شريف كورنۍ ته په عدليه كښې هم خپل ججز پكار دي. ده ووئيل چې د مريم نواز د مېډيا پرسنز په اړه د نوې آډيو لېك كېدو سره د ن ليګ آمرانه ذهنيت څرګند شوے.
د مريم نواز د مېډيا پرسنز په اړه د نوې آډيو لېك كېدو سره د ن ليګ آمرانه ذهنيت څرګند شوے. فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون