اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د انتشار او تورونو په بنياد د عمران خان دريځ هره لمحه بدلېږي٬ اسلام آباد كميشن جوړولو لپاره لاك ډاؤن كولې شو خو په ستره محكمه كښې ئې انكار وكړو٬ د عمران خان دريځ آئيني ادارې كمزورې كول او زمونږ دريځ د قوي كولو دے٬ د اولس په عدالت كښې به پرېكړه د هغو په حق كښې كېږي كوم چې د اولس بهترې لپاره عملي اقدامات وكړي٬ وزيراعظم به زر د فلم انډسټرې او كلتور ودې ??پاره د فنډ اعلان وكړي۔ د خالي په ورځ په پي اېن سي اے كښې د دويم پاكستان انټرنېشنل ماؤنټين فلم فېسټول په موقع د وېنا كولو په مهال د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې ووئيل چې دا فسټول د هركلي وړ دے٬ په هېواد كښې د فلمي صنعت بحالي د وخت ضرورت دے۔ ه??ې ووئيل چې وزيراعظم د سېنما انډسټرې بحالې ته خاص پام كوي٬ وزيراعظم به زر د فلم انډسټرې او كلتور ودې ??پاره د فنډ اعلان وكړي۔ ه??ې ووئيل چې د پاكستان په كلتور كښې هر يو رنګ موجود دے٬ زده كوونكي او ځوان كول د پاكستان د كلتور نه خبرولو لپاره پلان لرو۔ ه??ې ووئيل چې ترهګرې پاكستان ځپلې دے او د دې ??ه امله خلقو ته د مثبت تفريح ضرورت دے٬ ه??ې ووئيل چې په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده او په دې ??ړ كښې به خلقو ته موقعې وركول وي۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې په پاكستان كښې د 60 فيصده ابادې تعلق د 45 كلونو نه د كم عمره خلقو سره دے٬ د هېواد ځوانان به په كلتوري چارو كښې شاملول وي۔ دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې سېنما او د فلم صنعت ته په قومي او نړيواله كچه وده وركولو لپاره د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثه وزارت پشمول د حكومت ټولې ادارې هر ډول مرستې كولو ته تيارې دي
د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا