اسلام آباد 08 مئي (اے پي پی) او??س مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د طب څانګه كښې د جديد ټېكنالوجۍ كارولو او ځوانانو كښې د وينې عطيه كولو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا ده ٬ د رنځونو درملنو سره سره دې څخه بچ كېدو ته بايد پاملرنه وشي۔ حکومت د صحت عامه څانګه كښې ګامونه پورته كوي۔ او??س مشر ددې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ايوان ??در كښې د تھیلیسیما نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ او??س مشر ووئيل د رنځونو درملنو سره سره د دې مخنيوي پلو هم بايد پام وكړې شي۔ د تھیلیسیمیا او نورو موروثي رنځونو كښې د مور پلار سكريننګ سره دې ډول رنځونو څخه بچ كېدل ممكن دي۔ او??س مشر ووئيل پاكستان كښی په دې اړه د ډېټا ترلاسه كولو ته به پام ګرځول وي۔ او??س مشر ووئيل د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې د موروثی مرضونو په حقله قانون جوړ كړې شوې دې۔ په ایران كښې واده څخه وړاندې د مور پلار د سكريننګ قانون موجود دې۔ دغسې فن لېنډ ٬ سكېنډے نيويا او نورو هېوادونو كښې د اعضاﺀ عطيه كولو له قانون موجود دې۔ د تھیلیسیمیا رنځورانو ته د وينې ??رك??لو اهميت رامخې ته كولو سره او??س مشر ووئيل دا زمونږ فرض دي چې مونږ په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړو۔ او??س مشر ووئيل يو وخت داسې هم وو چې ما پخپله هر درې مياشتې پس وينه وركړې ده ولې چې دا د وجود د زكواة حېثيت لري۔ ده په دستوره كښې تھیلیسیمیا رنځ سره د مخ كوچنيانو ډاډګيرنه كولو سره ووئيل حكومت ددې كوچنيانو درملنې او دوئي ته د ټولو آسانيو ??رك??لو له خپل كردار ترسره كوي۔ او??س مشر ووئيل موجوده حكومت د طب په څانګه كښې د نوې ټېكنالوجۍ كارولو او د صحت عامه څانګې له ګامونه پورته كوي۔ وزیراعظم عمران
د طب څانګه كښې د جديد ټېكنالوجۍ كارولو او ځوانانو كښې د وينې عطيه كولو په اړه شعور بېدارولو ته اړتيا د
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ