اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) د صدر مملكت ډاكتر عارف علوي په هدايت سټېټ بېنك به د جمعې په ورځ د بزنس كميونټي چېك كليئر كړي۔ دې اقدام سره به د نجي څانګې ملازمينو ته د اختر نه وړاندې د تنخاګانو وركول ممكن شي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت ډاكټر عارف علوی د ایوانِ صنعت و تجارت لاهور مشر په خواست د سټېټ بېنك ګورنر سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ ګورنر صدر ته باور وركړو چې د جمعې په ورځ به د كاروبارۍ ورورولۍ چېك كليئر كړے شي۔ دا خبره دې ياده وي چې تېره ورځ د ايوان صنعت وتجارت لاهور صدر مياں طارق مصباح الرحمن صدر مملكت سره ملاقات كړے و۔ مياں طارق الرحمن د چېك كليئر كولو په مسئله كښې د ذاتي خوښۍ په لرلو د صدر مملكت مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea