اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې په بشپړه توګه بې پرې ٬ آزاد او ذمه وار صحافت ته وده وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه افغانستان څخه د غېر ملكي خبريالانو وتلو په لړ كښې پورته كړې شويو ګامونو له په خپله مشرۍ كښې شوې غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ غونډه كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬د اطلاعاتو وزير فرخ حبيب ٬ د اطلاعات سېكرټري او نورو مشرانو چارواكو ګډون كولو۔ د اطلاعاتو وزير وزيراعظم ته افغانستان څخه د خبريالانو د ويستلو په لړ كښې د اطلاعاتو وزارت لخوا د پورته كېدونكو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ د غېر ملكي خبريالانو پاكستان ته د راتګ او دوئي ته د وېزې په شمول نورو آسانيو وركولو سره د اړوندو چارو په بابله هم وزيراعظم ته بريفنګ وركړے شو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل افغانستان كښې روانه وضعه نظر كښې نيولو سره د خبريالانو سهولت له د اطلاعاتو وزارت كښی خصوصي سېل جوړ كړے شوے دے دغسې چې په ترلاسه كېدونكو خواستونو فوري عمل كول باوري كړے شي۔ وزیرِ اعظم د نړيوالې ورورولۍ آسانيو له د اطلاعاتو وزارت د اېکسټرنل پبلسټی ونګ ګامونه ستائلو سره ميډيا سره په اړوندو نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ غونډه كښې خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل هېواد كښې په بشپړه توګه بې پرې ٬ آزاد او ذمه وار صحافت ته وده وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده
هېواد كښې په بشپړه توګه بې پرې ٬ آزاد او ذمه وار صحافت ته وده وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : quina acumulada